نرسه له شپږمه پوړه د ډاکټرې پر سر لوېدلې

د عکس سرچینه، UNIVERSITY HOSPITAL DEL VALLE
د کولمبیا یوه روغتون له شپږمه پوړه یوه نرسه پر لاندې ولاړ ډاکټر ورغورځېدلې، چې له کبله یې نرسه ټپي شوې، خو ډاکټره وژل شوې ده.
پېښه کالي ښار کې رامنځته شوې ده. ازابیل مونز د طب محصله وه، چې پېښه کې له ټپي کېدو وروسته یې ساه ورکړه.
نرسه ماریا ازابیل ګونزالس پېښه کې ټپي شوې، د بدن ځینې هډوکي یې مات شوي دي، خو ډاکټران وايي، حالت یې له خطرې بهر دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه نرسه ولې له شپږم پوړه لاندې غورځېدلې.
د روغتون مشر ویلي ' موږ نه پوهېږو څه پېښ شوي دي، یوازې په دې پوهېږو، چې یوه پېښه شوې او ډېر سخت حالت دی '

د عکس سرچینه، SPL
پېښه له ځايي مهال سره سم ګهیځ نهه بجې شوې.
ډاکټره ازابیل د روغتون کانټین ته پر لاره وه، چې نرسه پرې وروغورځېده.
د روغتون مشر یوان کارلوس ویلي، 'د ډاکټرې مونز دماغ ټپي شوی و، موږ یې د درملنې ډېره هڅه وکړه، خو هغې ژوندل بایلود. '


















