اردوګان: د قطر ګوښي کول غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف دي

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له قطر سره د یو شمېر عربي هېوادونو پرېکون غندلی دی.
ښاغلي اردوګان د قطر 'ګوښي کول غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف ' بللي دي.
د جون پر پنځمه سعودي عربستان، مصر، بحرین، یمن او متحدو عربي اماراتو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې.
دغو هېوادونو ویلي و، قطر د اخوان المسلمین په ګډون یو شمېر ترهرګرو سازمانونو سره مرسته کوي.
ښاغلي اردګان وویل د دغه بحران په حل کې له قطر سره مرستې ته چمتو دی، چې په وینا یې سعودي عربستان یې باید حل کړي.
ترکیې له مخکې نه دوحا ته د چرګانو غوښه، هګۍ او لبنیات استولي دي، چې د اونۍ تر پایه به د قطر بازارونو ته ورسېږي.
مراکش هم د دوشنبې پر ماسپښین ویلي، قطر ته به له خوړو ډکې الوتکې واستوي. دغه هېواد ویلي په دغه ټول بحران کې به بې پرې پاتې شي.
د سې شنبې پر ورځ انقره کې یوې پارلماني غونډې ته وینا کې ښاغلي اردګان ویلي هغه تګلارې، چې د قطر ګاونډیان یې پلي کوي، د منلو نه دي:
''قطر کې یوه ډېره جدي تېروتنه وشوه. له هره پلوه د یوه ملت منزوي کول غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف دي. ''
دا داسې ده لکه د قطر لپاره چې د اعدام سزا پرېکړه شوې وي. نوموړي دغه راز پر قطر لګېدلي تورونه رد کړل او ویې ویل، چې دغه مملکت د اسلامي دولت نومې ډلې خلاف ډېر زړور ګامونه پورته کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
یو شمېر عربي هېوادونو له قطر سره د تګ راتګ ټولې ځمکنۍ، هوايي او بحري لاري تړلې دي. سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو پر قطر تور پورې کړی، چې د اخوان المسلمین، حماس او داعش مالي ملاتړ کوي.
ښاغلي اردوګان پر سعودي عربستان مخامخ نیوکه و نه کړه، خو ویلي یې دي:
'د خلیج مشر سیاستوال په توګه سعودي عربستان پاچا سلمان باید دغه مسله حل کړي او خپل مشرتوب وښيي. '










