قطر: ډيپلوماټیک کړکېچ د خبرو له لارې اوارول غواړو

قطر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي، چې ټول هېوادونو سره په کېناسو او خبرو له لارې خپلې ستونزې اوارول غواړی.

قطر وايي، له شپږو عربي هېوادونو ( سعودي عربستان، مصر، یمن، لیبیا، متحده عربي اماراتو او بحرین) سره- چې ډيپلوماټیک اړیکي یې ور سره پرې کړل،

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني له الجزیره تلوېزون سره مرکه کې ویلي، چې ټولو هېوادونو سره په کېناستو او خبرو له لارې خپلې ستونزې اوارول غواړی.

نوموړي دا هم وویل، چې دوی د پردې تر شا پر هغو لاملونو نه پوهېږي چې له مخې یې شپږو عربي هېوادونو له قطر سره اړیکي پرې کړل.

"که د دې کړکېچ تر شا اصلي لاملونه وي، نو تېره اوونۍ د خلیج همکارۍ شورا غونډه کې بحث پر کېدلی شو، خو په هغه غونډه کې په دې هکله څه خبرې ونه شوې".

قطر

د عکس سرچینه، Reuters

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې په ریاض کې د اسلامي- عربي- امریکايي سرمشریزه کې په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.

د الجزیره د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې کړکېچ له پیدا کېدلو وروسته د قطر امیر شیخ تمیم غوښتل ملت ته وینا وکړي، خو دا وینا وځنډول شوه، نوموړي وویل، چې د کویت د امیر ټلیفون وکړ او ترې ویې غوښتل چې د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له وینا ډډه وکړي.

ویل کېږي د کویت امیر پر ۲۰۱۴ کال هم د یوه کړکېچ اوارولو کې رول درلود.

شیخ محمد وايي، چې د قطر خلاف یو لوريز ګامونه پورته شوي، "موږ باوري یو چې د خبرو له لارې هر ډول مسله اورېدلی شي".

يمن
د عکس تشریح، د هغو هېوادونو نقشه چې له قطر سره يې اړيکي پرې کړي دي

هغه دا هم وویل، چې د خلیج همکارۍ شورا کې داسې غړي شته چې خپلې غوښتنې پر قطر تپیل لا یې هم په کورنیو چارو کې لاسوهنه غواړي: موږ یې ردوو، زموږ په اند په دې سره د جي سي سي د رول په هکله پوښتنه پیدا کېږی.

شیخ محمد دا هم وايي، چې دغه اړیکي پرېکول به د ولس ژوند اغېزمن نه کړي "قطر له دې مخکې هم له ځینې کشالو سره مخ شوی، لکه ۱۹۹۶ کال کې د حکومت پر ځولو هڅه، پر ۲۰۱۴ کال د خلیج همکارۍ شورا او قطر ترمنځ کړکېچ، خو موږ پر ټولو کشالو برلاسي شوو".

نوموړی په دې باور دی چې له قطر سره د عربي هېوادونو د ایکو پرېکېدل به د قطر او امریکا پر اړیکو اغېز ونه کړي