چین کې له یوې ښځې له کوکینو جوړ بکسونه نیول شوي

د عکس سرچینه، POLICE HAND OUT
چین کې چارواکو یوه ښځه نیولې، چې له کوکین 'د نشه یي توکو یو ډول ' رغوول شوی بکسونه یې د دغه هېواد شنګهايي ښار ته لېږدول. رپوټونو کې ویل شوي دي، دغه مېرمن له لاتیني امریکا راغلې وه.
چارواکو ته یې بکسونه مشکوک ښکاره شول، خو کله یې چې تش کړل هېڅ یې په کې و نه موندل.
له ایکسرې معایناتو وروسته معلومه شوه، چې د بکسونو رنګ د عادي بکسونو پرتله ډېر توربخون و. له تشېدو وروسته هم د بکسونو وزن د نورو بکسونو پرتله ډېر و.
چارواکو نور معاینات وکړل او وروسته معلومه شوه، چې دغه بکسونه له لسو کیلو کوکینو رغول شوي وو. پولیسو دغه ښځه د سږکال فبرورۍ کې نیولې وه، خو په اړه یې جزیات اوس خپاره کړي دي.
له دې مخکې د قاچاق لپاره نوې لارې چارې کاروول شوې دي، خو دا لومړی ځل دی، چې له نشه یي توکو جوړ شوي بکسونه د ګمرک چارواکو مخکې تېرېدل.
له دې مخکې چین کې یو سړی نیول شوی و، چې کوکین یې خپلې ټپي پښې پورې د پټۍ په توګه تړلي و.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره میاشت یوه چینايي جوړه داسې حال کې نیول شوې وه، چې کوکین یې له انګورو جوړ شویو شرابو کې له حل کولو وروسته هېواد ته راوړي وو.
چین کې کوکین ډېر لږ موندل کېږي. د چین له قانون سره سم هغه کس ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي، چې له ۵۰ ګرامه ډېر کوکین قاچاق کړي.








