پوليسو د مانچسټر د بريدګر تصویرونه خپاره کړي

سلمان عبيدي

د عکس سرچینه، Greater Manchester Police

د عکس تشریح، سلمان عبيدي له دغې پېښې څو ورځې وړاندې بريتانيا ته بېرته ستون شوی و

بريتانوي پوليسو مانچسټر کې د کنسرټ پر مهال د ځانمرګي بريدګر سلمان عبیدي تصويرونه خپاره کړی دي.

د تېرې دوشنبې ورځې (۲۲ مې) په دې بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وو. له بريد وروسته د ځينو ځایونو پلټنه شوې او تراوسه ۱۳ تنه نيول شوي دي.

پوليس وايي عبيدي يې له بريد دوه ساعته وروسته پېژندلی و. تراوسه نه ده معلومه چې د عبيدي دغه عکسونه د بريد د شپې دي او که له بل ځايه اخيستل شوي دي.

په ورته وخت کې د بريتانيا لومړۍ وزيري ويلي په دې هېواد کې د ترهګرۍ د ګواښ کچه له "بحراني" حالت څخه "سخت" حالت ته راښکته کړل شوې ده.

د دې اعلان معنی دا ده چې په هېواد کې د ترهګريزو پېښو وېره شته خو ډېر امکان يې نشته. د ترهګرۍ ګواښ له کمېدو وروسته هغه پوځيان چې د پوليسو د مرستې لپاره رابلل شوي وو بېرته استول کېږي.

د بريتانيا پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوليس وايي پلټنه په تېزۍ روانه ده او د لوی مانچسټر د ساتنې په موخه يې ګڼ شمېر پوليس په دندو ګومارلي دي

د مانچسټر پوليسو له خلکو غوښتي چې د بريدګر د وروستيو حرکتونو په اړه معلومات ورکړي. د پوليسو په وينا عبيدي د مې پر ۱۸ نېټه بېرته بريتانيا ته راغلی و.

پوليس وايي پلټنه په تېزۍ روانه ده او د لوی مانچسټر د ساتنې په موخه يې ګڼ شمېر پوليس په دندو ګومارلي دي.

د پوليسو په وينا د لوی مانچسټر، واروکشاير او مرسيساډ له سيمو څخه ۱۳ تنه نيول شوي دي. ويل کېږي له لومړيو پلټنو وروسته يوه مېرمن او يو ۱۶ کلن هلک بېرته خوشي کړل شوي دي.

پوليس وايي عبيدي وروستی ځل په سټي سنټر کې خپل کور ته تللی وو، کېدای شي د بريد لپاره وروستۍ تياري يې همدلته کړې وي.