د مانچسټر اوسېدونکي: موږ له ترهګرو نه ډارېږو

د برتانیا مانچسټر ښار کې د سې شنبې په ماښام ځايي اوسېدونکي یوه غونډه کې د کرکې او ترهګرۍ خلاف د همغږۍ په موخه یو ځای شوي وو.

مانچسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا مانچسټر ښار کې د سې شنبې په ماښام ځايي اوسېدونکي یوه غونډه کې د کرکې او ترهګرۍ خلاف د همغږۍ په موخه یو ځای شوي وو.
مانچسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګډونوالو پر لوحو د کرکې او ترهګرۍ خلاف شعارونه لیکلي وو.
مانچیسٹر میں دعائیہ تقریب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼو کسانو د مينې او یو موټي والي پیغامونه راوړي وو.
مانچسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مانچسټر ښاروال خلک غونډې ته د ''موږ له ترهګرو نه ډارېږو' له شعار سره بللي وو.
مانچسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مانچسټر کې د ګڼو هېوادونو اوسېدونکي مېشت دي او دغه غونډه کې یې ګډون کړی و.
مانچسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه پیغام چې دغو مراسمو کې تر ټولو ډېر لیدل کېده 'ای لو یو ایم سي ار' یانې ' زه له مانچسټر ښاري سیمې سره مینه کوم' و.
مانچسټر برید

د عکس سرچینه، NIKLAS HALLE'N

د عکس تشریح، بل لور ته بکنګهم ماڼۍ کې له مخکې د جوړ شویو مراسمو پیل کې د مانچسټر برید له اغېزمنو کسانو سره د خواخوږۍ او خواشینۍ څرګندولو په موخه یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه.