"ټرمپ ولې سعودي کې له نواز شریف سره ونه کتل!"

د عکس سرچینه، Getty Images
اکسپرېس ټريبيون:
پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان حکومت مخالفي تحريک انصاف گوند مشر عمران خان هغې وينا ته کتنه کړې چې وايي په سعودي عربستان کې لومړي وزير نواز شريف سره شوي چلند له امله پاکستانيان د شرم احساس کوي.
د عمران خان اشاره ښايي دې ته وي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي و هڅه کوي ولسمشر ټرمپ له ښاغلي شريف سره سعودي کې د غونډې په څنډو کې وگوري، خو په نامالومو دلايلو دا کتنه ونه شوه.
ښاغلي خان دا هم ويلي چې ولسمشر ټرمپ حماس او حزب الله ډلې له دې امله ترهگرې وبللې چې د اسراييلو خلاف دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
عمران خان پر نواز شريف نيوکه کړې چې ولې د ښاغلي ټرمپ له لوري د مسلمانانو خلاف شويو څرگندونو ته يې د يوې وينا پاڼې له لارې غبرگون نه دى ښوولى.
انډېپنډنټ:
بريتانيايۍ انډېپنډنټ ورځپاڼې په مانچستر ښار کې شوې بمې چاودنې ته کتنه کړې چې لږ تر لږه يې ۲۲ تنه وژلي او ٥٩ نور يې ټپيان کړي دي.
ورځپاڼه وايي وېره ده چې په وژلو شويو کې ماشومان هم وي.
د ورځپاڼې په وينا دا په تېرو دولسو کلونو کې د مرگژوبلې د شمېر له امله تر ټولو خونړى بريد وي.
د ٢٠٠٥ م کال په جولاى کې د لندن پر ترانسپورټي سيستم شوي بريد کې څه د پاسه ٥٠ تنه وژل شوي و.

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې ولې له سعودي عربستانه اسراييلو ته د ولسمشر ټرمپ مخامخ سفر مهم و.
ورځپاڼه وايي دا لومړى ځل دى چې يو اوسمهالى ولسمشر مخامخ له سعودي عربستانه اسراييلو ته سفر کوي.
ښاغلي نتنياهو هم دې موضوع ته په ځانگړې توگه اشاره وکړه.
عربي الوتکې اروپا ته د سفر پرمهال اوږده لار وهي چې د اسراييلو له فضايي حريمه په څنگ تېر شي.
د ورځپاڼې په وينا په نارسمي توگه د اسراييلو او سعودي عربستان ترمنځ راشه درشه ډېره شوې او هيله څرگندېږي چې د ولسمشر ټرمپ دا مخامخ سفر د اسراييلو او سعودي ترمنځ د ورته مخامخو سفرونو لپاره يوه پيلامه وي.









