تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو دوهمې دورې کې ایمانویل مکرون د فرانسې ولسمشر شو
د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو د دوهمې دورې له رای ورکونې وروسته، د رای شمېرنه پیل شوې او لومړنۍ شمېرې ښيي چې ایمانویل مکرون ۶۶٫۰۶ سلنه د ۳۳٫۹۴ سلنې پر وړاندې خپل سیالې ښی اړخې مارین لوپېن ته ماتې ورکړې.
که وروستۍ پایلې د ۳۹ کلن مکرون په ګټه وي، دی به د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر وي.
مېرمن لوپېن خپله ماته ومنله او ښاغلي مکرون ته یې مبارکې ورکړه، او ویې ویل "د فرانسې خلکو د اوسني وضعیت دوام" خوښ کړی دی.
خو ښاغلي مکرون ټاکنو کې خپل بری د فرانسې تاریخ کې د "یوه نوي فصل"پیل وباله.
د ښاغلي مکرون پلویان د پلازمېنې پاریس او نورو ښارونو مرکزونو کې غونډ شوي دي او خپل بری لمانځي.
په فرانسه کې نن یکشنبه د مې ۷مه سهار وختي خلک د کلکو امنیتي تدبیرونو په ترڅ کې د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل چې منځلاری نوماند ایمانویل مکرون یا د ملي جبهې ښی اړخې نومانده مارین لوپېن د الیزه ماڼۍ ته واستوي.
دا د فرانسې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د رای ورکونې په دوهم پړاو کې نوماندان یو هم د عمده کیڼ او ښی اړخو ګوندونو غړي نه ول.
د نړۍ یو شمېر مشرانو وار له مخې ښاغلي مکرون ته مبارکي ورکړې. د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د ښاغلي مکرون ګټل اروپايي ټولنې ته ښه زېری بللی. د برتانیا لومړۍ وزیري تېریزا مې هم د مبارکۍ پیغام وراستولی دی.
د فرانسي اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند پر ټېلیفون ښاغلي مکرون ته مبارکې ورکړې. ښاغلي اولاند چې له فرانسویانو غوښتي ول ښاغلي مکرون ته رایه ورکړي وايي، دا ښيي چې فرانسویانو وحدت او یووالي ته رایه ورکړې.
د چارشنبې پر ورځ وروستۍ ټلويزيوني مناظره کې دواړو کانديدانو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، کډوالۍ او اقتصادي مسلو سره په تړاو يو پر بل کلکې نيوکې وکړې.
پرون د ښاغلي مکرون د ټاکنیز کمپاین مرکز وویل، د یوه ستر انټرنېټي برید ښکار شوي دي. دغه مرکز یو لړ داسې سندونه خپاره کړل چې په ډاګه کول یې، هکرانو کره اسناد له ناکرو سره ګډ کړي چې د لارورکۍ سبب ګرځي.
دوی زیاته کړه، هکران غواړي د فرانسې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې ښاغلی مکرون ضعیفه کړي، خو نن ښاغلي مکرون په ډېر لوی توپیر ټاکنې وګټلې.
ښاغلی مکرون چې د اقتصاد پخوانی وزير و او د فرانسې له اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند سره ښې اړيکي لري د دې هېواد په ښاري سيمو کې ډېر پلويان لري.