تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسوی ښاروال د 'ډېرو مسلمانانو ماشومانو' خبرې پر سر جریمه شوی دی
فرانسه کې یوه ښي اړخه ښاروال ویلي، د سیمې ښوونځیو کې یې مسلمان زده کونکي خورا ډېر شوي دي. د دغو څرګندونو له کبله پر ښاروال رابرت مینارد د کرکې لمسون تور پورې شوی او ۲۰۰۰ یورو جریمه شوی دی.
د سویلي بزاریس ښاروال رابرت مینارد د کډوالۍ ضد ملي جبهې ګوند له متحدینو یو دی.
۲۱۰۶ کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه چې فرانسه کې له رخصتیو وروسته ښوونځي بیا پرانیستل شول، نوموړي ټویټر پیغام کې لیکلي وو( لوی بدلون) مې ولید.
د سپتمبر پر پنځمه مینارد ایل سي ایل ټلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي:
''زموږ د ښار مرکزي برخې یوه ښوونځي کې ۹۱ سلنه ماشومان مسلمانان دي، په څرګند ډول دا یوه ستونزه ده، زغم هم یو حد لري ''
د فرانسې د قانون له مخې د توکم، مذهب یا عقیدې پر بنسټ د خلکو شمېرل ممنوع دي. خو مینارد د خپلو څرګندونو دفاع کړې او وايي:
''ما یوازې د خپل ښارګوټي حالت څرګند کړی، دا یو قضاوت نه دی، یو حقیقت دی دا هغه څه دي چې ما لیدلي دي. ''
د جریمې تر څنګ د محکمې لګښت برخه کې فرانسوۍ محکمې ۱۰۰۰ یورو هغې توکم پالنې ضد ډلې ته ډالۍ کړې، چې دغه قضیه یې محکمې ته رسولې وه.
مینارد ویلي د پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وکړي. ښاغلی مینارد ازاد سیاستوال دی، چې پر کډوالۍ سختې نیوکې کوي او ښي اړخه ملي جبهه یې ملاتړ کوي.
ښي اړخه سیاستواله مارین لي پین به د مې میاشتې اوومې ولسمشرۍ ټولټاکنو دویم پړاو کې له منځلاري سیاستوال امانویل ماکرون سره سیالي کوي. اوسمهال نوموړې په موقت ډول د ملي جبهې له مشرتابه د دې لپاره لاس پر سر شوې، چې وښيي 'د خلکو له لوري کاندیده ' ده.