تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فرانسې ټاکنې: لوپن ولسمشرۍ ترلاسه کولو ته د ګوند مشري پرېږدي
د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن ویلي، ژر به د "ملي ګوند" له مشرۍ لاس واخلي.
اغلې لوپن له ۲۰۱۱ کاله د دغه د ګوند مشري کوي.
مارین لوپن دغه پرېکړه تر هغه یوه ورځ وروسته کړې، چې د فرانسې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو ته یې لار ومونده.
هغې د فرانسې ټلوېزیون ته ویلي: "غواړم دریځ مې له ګوندې سیاستونو لوړ وي."
لوپن به د فرانسې د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې د "مخ پر وړاندې ګوند" له نوماند ایمانوېل مکرون سره سیالي وکړي.
نظرپوښتنې ښيي چې ښاغلي مکرون د دویم پړاو ټاکنو غوڅ ګټونکی دی، خو اغلې لوپن وايي: "موږ کولای شو بریالي شوو او طبعن موږ بریالي کېدای شوو."
له "فرانسه ۲ " تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې هغې ویلي"هېواد یې ټاکونکي پړاو" ته نږدې کېږي. د هغې له دغو ټکو د مبصرینو یو تحلیل دا دی چې ښايي اغلې لوپن په لنډمهالي توګه د ګوند له مشرۍ لاس واخلي.
هغې ویلي، هوډ یې پر دې بنسټ دی چې ولسمشر/ولسمشره باید ټول هېواد سره وپېیي: "له همدې شېبې زه نوره د ملي ګوند مشره نه یم، زه د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو نومانده یم."
په فرانسه کې د بي بي سي خبریال "هیو سکوفیلډ" وايي، دغه ننداره ییز خوځښت له دې دی چې اغلې لوپن د هغو رایو ور کوونکو پام د ځان پر لور کړي چې په لومړي پړاو کې یې د نورو نوماندانو په پلوۍ رایې کارولي دي.
په ځانګړي ډول د هغې ټول تمرکز د جمهوري غوښتونکي نوماند "فرانسوا فیون" د پلویان پر راخپلولو دی.
اغلې لوپن ته د ملي ګوند مشري په ۲۰۱۱ کال کې له خپله پلاره ور پاتې شوه. هغې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره رایه تر لاسه کړې، چې دا د ملي ګوند لپاره تر ټولو ډېرې تر لاسه شوې رایې ګڼل کېږي.
د اغلې لوپن ګوند فرانسې د ګډوالو د ورتلو د مخنیوي، د ازادې سوداګرۍ د راکمولو او له اروپايي ټولنې سره د فرانسې د اړیکو د برعکس کولو غوښتونکی دی.
د هغې ټاکنیز کمپاین ژمنه کړې چې د بریا په صورت کې به:
- په اروپايي ټولنه کې د سمون لپاره له بروکسل سره خبرې کوي او ټولپوښتې ته به لار هواروي.
- په بېړنۍ توګه به له فرانسې ناقانونه کډوال وباسي او هر کال به د قانوني کډوالو په شمېر کې ۱۰ زره کموالی راولي.
- د سخت دریځو جوماتونه به وتړي او د ټولنیز مسکن په پروګرام کې به فرانسویانو ته لومړیتوب ور کړي.
- د تقاعد عمر ۶۰ کاله وي او همدارنګه اونیز کاري وخت به ۳۵ ساعتونه کړي.
خو د هغې سیال ښاغلی مکرون بیا د فرانسې د ډېرو ګوندو له ملاتړه برخمن دی او اټکل دی د دویم پړاو په ټاکنو به چې د (مۍ په ۷مه) تر سره کېږي، ولسمشرۍ ته ورسي.
نوموړي تېره دوشنبه د ولسمشر فرانسوا هولانډ ملاتړ هم تر لاسه کړ.
د جمهوریپال ګوند نوماند او د اقتصاد پخواني وزیر فرانسوا فیون، چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې یې درېیم ځای ګټلی او د فرانسوا هولانډ د سوسیالیسټ ګونډ نوماند بنو امون چې پنځم ځای یې خپل کړی، له خپلو پلویانو غوښتي چې د ټاکنو په راتلونکي پړاو کې ایمانوېل مکرون ته رایه ور کړي.