تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: مظاهره کوونکو د پولیسو پر مرکز یرغل کړی
د پاکستان حب ښار کې د پنجشنبې پر ورځ مظاهره کوونکو د پولیسو پر یوه مرکز یرغل کړی دی.
مظاهره کوونکو له پولیسو غوښتل هغه هندو سړی دوی ته وسپاري، چې مذهب ته د سپکاوي په تور د چهارشنبې پر ورځ پولیسو نیولی و.
مظاهره کوونکو د مرکز ودانۍ ته د اور ورته کولو هڅه کړې او ډزې یې کړې، چې پایله کې یې قدرت الله نومي یو ۱۳ کلن ماشوم وژل شوی دی.
د پولیسو یوه ځايي افسر ضیا مندوخېل بي بي سي ته ویلي، تورن سړي ته د خواله رسنیو له لارې کوم ملګري یې یو تصویر لېږلی و او نوموړي دغه تصویر، چې مذهب ته سپکاوی په کې شوی له نورو سره شریک کړی و، چې له کبله یې پرې پولیسو مرکز کې عریضه شوې او نیول شوی و.
د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، مذهبي ګوندونو دغه احتجاج رابللی و، چې ګډونوالو یې د بازار له تړلو وروسته د پولیسو مرکز پر لور لاریون وکړ.
لاریون کونکو له پولیسو غوښتل تورن سړی دوی ته وسپاري، چې په وینا یې دوی غواړي خپله سزا ورکړي.
ویل کېږي پولیسو هڅه کړې لاریون کونکو ته ډاډ ورکړي، چې تورن سړی له پولیس مرکزه زندان ته لېږدول شوي، خو د خبرو له ناکامۍ وروسته مظاهره کونکو پولیسو مرکز ته د اور ورته کولو هڅه وکړه او پولیسو پرې اوښکې بهونکی ګاز کاروولی.
د لسبېلې ضلعې مرستیال کمشنر مجیب قمبراني، بي بي سي ته ویلي:
''پارېدلي کسان دغسې غوښتنې کوي، خو موږ نه شو کولای چا ته اجازه ورکړو، چې له قانونه سر غړونه وکړي. دا د ډېرو کسانو یوه غیر منظمه ډله وه او په ظاهره په کې کوم تنظیم نه ښکارېده. ''
حب د بلوچستان ایالت لسبیله ضلعې مهم ښار دی، چې د پاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ ته نژدې موقعیت لري.
لسبیله کې ګڼ هندوان اوسي او دلته د 'هنګلاج ' په نامه ځای هم شته، چې د هندوانو لپاره سپیڅلی حیثیت لري او هر کال یوې مېلې کې د ګډون لپاره زرګونه کسان دغې سیمې ته ورځي.