تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مذهب سپکوونکو معلومولو کې له خواله رسنیو د پاکستان غوښتنه
گارډين:
بريتانيا چاپه گارډين ورځپانه وايي پاکستان له فېسبوک او ټوېټر شبکو د هغو کسانو په پېژندنه کې مرسته غوښتې چې په وينا يې دين او مذهب ته سپکاوى کوي.
پاکستان غواړي دين او مذهب ته سپکاوي کونکي ونيسي او يا له بهرنيو هېوادونو يې د بېرته ستنولو غوښتنه وکړي.
د پاکستان کورنيو چارو وزير چوهدري نثار وايي له دغو دوو ټولنيزو شبکو د مرستې غوښتنه په امريکا کې د دغه هېواد سفارت له لارې شوې.
رپوټ وايي پاکستاني چارواکو تر اوسه ١١ کسان اسلام ته په سپکاوي مشکوک پېژندلي دي.
فېسبوک وايي د خپلو کارونکو خصوصي حريم او حقونو ته په پام سره به د پاکستاني چارواکو غوښتنه په ځيرتيا وارزوي .
ډان:
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان "د پاکستان لومړى نمبر غليم څوک دى" تر سرليک لاندې شننه خپره کړې.
ليکوال وايي که له خلکو وغواړئ چې پاکستان لپاره درې تر ټولو ستر گواښونه را په گوته کړي نو عادي خلک، خبريالان، ملايان او پوځيان به له فساد نيولې تر بد حکومتولۍ، مذهبي توندلارۍ او د هند او امريکا توطيو پورې بېلابېلو مسايلو ته اشاره وکړي.
خو ليکوال د وگړو په شمېر کې چټک رامنځته کېدونکى زياتوالى لوى گواښ بولي.
مطلب کې راغلي "راتلونکو شاوخوا ٣٥ کلونو کې به د پاکستان د وگړو شمېر ٤٠٠ ميلبونو ته ورسېږي او آن يوه معجزه هم د دې مخنيوي نشي کولاى.
د ليکوال په باور دا چاره به ستر چاپېريالي او مالي زيانونه واړوي.
مطلب کې ټينگار شوى چې د زيږون مخنيوي لارو چارو په تړاو دې خلکو ته په څرگنده پوهاوى ورکړل شي، هغه موضوع چې د ليکوال په وينا حکومت د مذهبي بنسټپالو د ويرې له امله په کې پاتې راغلى.
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست د ترکيې په تړاو پنځه داسې مسايل راخيستي چې وايي رښتيا نه دي.
" د ترکيې په تړاو پنځه افسانې" تر سرليک لاندې دغه مطلب کې لومړى دا خبره يوه افسانه بلل شوې چې گواکې ترکيه يوه ډېموکراسي ده.
ورځپاڼه وايي له ١٩٤٦ م کال راهيسې په ترکيه کې گڼ گونديزې ټاکنې شوي خو بيا د پوځ برلاسۍ ته اشاره کوي او وايي د دغه هېواد په اساسي قانون کې هم خلکو ته د مدني او سياسي آزاديو ورکړې پرتله د خلکو پر وړاندې د دولت د دفاع هڅه شوې.
مطلب کې دا وينا هم يوه افسانه بلل شوې چې گواکې ترکى ولسمشر زورواکى دى.
ورځپاڼه وايي ولسمشر اردوغان ټاکنې گټلي او کار يې کړى. د خلکو ژوندانه کې يې مثبت بدلون راوستى.
ورځپاڼه زياتوي که نيمايي رايه ورکوونکي هغه نه خوښوي نو بيا نيمايي نور يې ملاتړي دي.
دريمه افسانه د ترکيې د سکيولرتوب خبره ده.
ليکوال د خپل نظر د ثابتولو لپاره د ترکيې پوځ ته گوته نيسي، او وايي آن دا پوځ چې د سکيورليزم ټينگ ملاتړى بلل کېږي له اسلام دين سره نژدې تړاو لري.
د ورځپاڼې په وينا پنځمه افسانه دا ده چې ترکيه يو لرغونى ځواک دى.
ورځپاڼه وايي ترکيه د مصر په څېر د يوې سترې واکمنۍ ميراث نه دى بلکې د مصطفى کمال اتا ترک د فکر او نظر پايله ده.