تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"مقدساتو ته د سپکاوي قانون ډېره سزا مسلمانانو ته رسېږي"
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د پاکستان حکومت د نړیوالې ټولنې دا نیوکه سمه نه بولي، چې په دغه هيواد کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون له ناسم کارولو سره لږکي په نښه کېږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار په وينا، د دغه قانون لاندې ډېره سزا مسلمانانو ته ورکړل شوې ده.
نوموړي په ملي اسمبلۍ کې د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې په ایالتونو کې ټیکاو راوستل د صوبايې حکومتونو کار دی او د دوی د شمېرو له مخې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون لاندې زياتې سزاګانې مسلمانانو ته ورکړل شوې دي.
هغه د سند ايالت لخوا مرکزي حکومت ته د ور کړو شميرو يادونه وکړه، چې له مخې یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون لاندې په ۱۲۹ پيښو کې ۹۹ یا ۷۶ سلنه سزا ګانې مسلمانانو ته ور کړی شوې دي.
د چودهري نثار په خبره، که دې شمېرو ته پام وشي نو دا خبره سمه نه ده چې پاکستان کې اسلامې مقدساتو ته د سپکاوي قانون لږکي اغېزمن کړي.
" د خيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان حکومتونو شمېرې ښيي چې په دغو صوبو کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي کومه پيښه مخې ته نه ده راغلې او نه هم له پوليسو سره داسې کوم راپور ثبت شوی دی".
بلخوا د خيبر پښتونخوا حکومت وايي داسې ګامونه به پورته کړي چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون د ناسم کارولو مخه ونيول شي.
د يوې غير دولتي موسسې چارواکې عنيقه ماريا بي بي سي ته ويلي، دا خبره سمه ده چې اسلامې مقدساتو ته د سپکاوي قانون لاندې زياتې سزاګانې مسلمانانو ته ورکړل شوې خو د دغه قانون ناسم کارول زياتره د لږکيو خلاف کېږي.
" په ډېرو سيمو کې داسې پيښې اکثره راپور کېږې هم نه، له ۱۹۸۷ کال راهیسې تراوسه شپته داسې تورن کسان د جرم له ثابيتيدو وړاندې وژل شوي دي".
د کورنيو چارو وزارت په بلوچستان او پنجاب ايالتونو کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د پيښو معلومات نه دي ور کړي، خو د ژوند د ټولو لپاره (لايف فار ال) نومې يوه غير دولتي موسسه وايي، له ۱۹۸۶ کال راهیسې تر اوسه پر ۱۰۵۸ کسانو اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تورونه لګول شوي چې په دغو کې احمد يان، مسلمانان، عيسويان او هندوان شامل دي.
د دې موسسې يوه چارواکي رضوان پال بي بي سي ته وويل، چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي ۸۰ پېښې د پنجاب په اتو ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
نوموړی زياتوي، مقدساتو ته د سپکاوي په تور اته ديرش ۳۸ کسان چې پکې احمديان، مسلمانان، عسيويان او هندوان شامل دي له محکمې پرته وژل شوي دي.
په ورته مهال په مشرانو جرګه کې د انساني حقونو جرګه ګۍ اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون د کار دود پر سمون سلا شوې ده.