مصري د قرآن ۷۰۰ متره اوږدې پاڼې په لاس لیکلې

قرانکریم

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سعد محمد له تېرو دریو کلونو راهیسې د قرانکریم دغې نسخې پر لیکلو بوخت دی

یو مصری سړی، چې رسمي زده کړې یې نیمايي کې پرې ایښی وې، درې کاله کېږي د قرآن کریم یوې داسې نسخې پر لیکلو بوخت دی، چې دی فکر کوي نړۍ کې د قرآن کریم تر ټولو اوږده نسخه ده.

سعد محمد دغه نسخه په قلم لیکي او له سپړل کېدو وروسته یې اوږدوالی ۷۰۰ مترو ته رسېږي.

ښاغلی سعد د قاهرې شمال کې په بیلقینا ښارګوټي کې ژوند کوي او د خپل زیار پایلو ته خورا خوښ دی.

نوموړی هیله من دی، چې د ده په قلم لیکل شوی قرآن کریم نسخه به د ریکارډونو نړیوال کتاب 'ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز ' کې تر ټولو د اوږدې نسخې په توګه یاده شي.

خو د نوموړي دغه ارمان پوره کېدو لپاره د ده په وینا د لګښت برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

قرانکریم

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سعد محمد چې نه دی توانېدلی رسمي زده کړې بشپړې کړې، یو شمېر کتابونه یې په قلم لیکلي دي.

رویټرز ټلویزیون سره خبرو کې هغه ویلي: ''د دغه قرآن کریم د پاڼو اوږدوالی ۷۰۰ مترو ته رسېږي او څرګنده ده، چې د دې لپاره خورا ډېر کاغذ ته اړتیا ده. له دریو کلونو راهیسې د دغه قرآن کریم د لیکلو لګښت ما پر خپله غاړه اخیستی، خو زه شتمن سړی نه یم، زه ډېره پانګه یا ډېر شته نه لرم. ''

قرآن کریم

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی سعد وايي، تر اوسه یې د قرآن کریم دغې نسخې لیکلو لګښت پر خپله غاړه اخیستی
قرآن کریم

د عکس سرچینه، Reuters

قرآن کریم

د عکس سرچینه، Reuters