تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوريه کې لويې چاودنې ګڼ کسان وژلي دي
په سوريه کې د يوه ځانمرګي موټر بم په ترڅ کې لږ ترلږه ۴۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. بم په موټر کې ځای پر ځای شوی و او ويل کېږي هدف يې له کلابندو سيمو د ولسي خلکو د لېږد د موټرو کاروان و.
په وژل شويو کې ماشومانو هم شامل دي، د چاودنې له امله پر بسونو او موټرو اور لګېدلی دی او پر سړک د وژل شویو او ټپيانو جسدونه پراته دي.
دغه پېښه سوريه کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه راشيدين کې رامنځ ته شوې ده.
سوريه کې د کورنۍ جګړې له امله په زرګونو خلک کلابند پاتې دي.
د سوريې د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ د "څلور سيمو" په اړه يو تړون لاسليک شوی و چې د جګړې له امله د زيانمن شويو خلکو سره مرسته وکړي.
د دغه تړون له مخې ۳۰ زره تنه د ياغيانو او حکومت تر ولکې لاندې سيمو څخه ايستل کېدل خو د اې اېف پي خبري اژانس په وينا اوس د حکومت تر ولکې لاندې سيمو کې ۵ زره او د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو ۲۲۰۰ تنه بند پاتې دي.
د راپورونه له مخې ځايي مهال ۳:۳۰ بجې د تلاشۍ د پوستې سره نژدې دغه چاودنه وشوه. د سوريې د حکومتي رسنيو په وينا تراوسه ۳۹ تنه وژل شوي خو د ځينو نورو خبري رسنيو او عينی شاهدانو په وينا په دغه پېښه کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد مسوليت نه دی منلی.