پاکستان کې پیر ۲۰ مریدان وژلي

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د پاکستان د پنجاب ایالت د سرګودا سیمې په یوه زیارت کې پیر خپل ۲۰ مریدان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. په وژل شویو او ټپیان کې ښځې، ماشومان او غټان شته.
د پولیسو په خبره، یادو کسانو ته مینجور لومړی نشه يي درمل ورکړي او وروسته یې وژلي دي. یاده پېښه د محمد علي ګوجر په نامه د صوفیانو یوه زیارت کې رامنځته شوې ده.
د پنجاب پولیسو یوه مشره لیاقت علي چټا ویلي، په برید کې اصلي کس د زیارت منجور عبدالوحید دی.
یوه ژغورل شوي کس پولیسو ته ویلي، عبدالوحید خپلو مریدانو ته وویل، چې کتار ودرېږي او بیا یې زهرجن خواړه ورکړل.
ده او د ده نورو کسانو بیا وروسته دغه کسان په لویې چړې او لرګیو ووژل.
د وژلو چیغه لومړی یوې ټپي شوې ښځې راپورته کړه او د تېښتې هڅه یې وکړه.
سیمه ییزو پولیسو وروسته زیارت ته ځانونه ورسول او عبدالوحید یې له ځینو نورو کسانو سره ونیو.
۵۰ کلن عبدالوحید دا نه مني، چې ګني دغه کسان ده وژلي، بلکې دی ادعا کوي چې دغه کسان دده وژلو ته ورغلي وو.
د پاکستان جیو تلوېزیون ویلي، وژل شوي کسان له وژل کېدا مخکې ربړول شوي او مړي یې لوټ لپ او لغړ موندل شوي.
له بي بي سي سره په خبرو کې د سرګودې یوه امنیتي چارواکي محمد احسان ویلي:" په زیارت کې د کسانو د وژلو لړۍ د جمعې په شپه پیل شوې وه، خو موږ د شنبې په شپه خبر شوو. "

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA
نوموړې زیاته کړه، پیر په چړې او چاکو یاد کسان وژلي دي، کله به چې مرید زیارت ته ورغی، نو عدالوحید نومي پیر به یې پرې نشه یي درمل څښل.
د هغه په خبره، د زیارت پیر او د هغه درې همکاران یې نیولي دي.

د روان کال په فبرورۍ کې هم د پاکستان د سند ایالت په سیون سیمه کې د لعل شهباز قلندر په زیارت کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۸۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.
د چاودنې پړه اسلامي دولت ډلې منلې وه.
تر یادې پېښې وروسته پاکستان له افغانستان سره خپله پوله د امنیتي ملحوظاتو له مخې تړلې وه.









