پاکستان د تورخم او چمن دروازه د دوو ورځو لپاره پرانیسته

پاکستان له نژدې شلو ورځو وروسته له افغانستان سره خپله پوله بېرته پرانیسته او هغو کسانو ته د تورخم او چمن له دروازو افغانستان ته د ورتګ اجازه ورکوي چې د سفر قانوني اسناد لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم او چمن دروازې به د دوو ورځو لپاره نن او سبا (مارچ اوومه او اتمه) د د خلکو پرمخ خلاصې وي، ترڅو وکولی شي خپلو هېوادونو ته واوړي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي پر دغو دروازو سربېره د افغانستان او پاکستان اتباع چې د پاسپورټ او ویزې په درلودو یې سفر کړی، کولی شي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له اوښتونکو لارو تېر شي.
د افغانستان د حکومتي چارواکو په وینا، د دروازې بندېدو له امله څه باندې شل زره افغانان چې غوښتل یې افغانستان ته راشي په پاکستان کې ایسار پاتې و.

د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب چې تورخم ته تللی وایي، د تورخم له پولې تر اوښتو وروسته آن ځینو کسانو د خپل هېواد خاوره ښکل کړه. تراوسه سلګونه کسان افغانستان ته اوښتي او همداراز یو شمېر پاکستاني وګړي هم توانېدلي بېرته خپل هېواد ته لاړ شي.
خو پاکستاني چارواکي یوازې هغو پاکستانیانو ته خپلې هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکوي چې په ویزې افغانستان ته تللي دي. همداراز پاکستان خپله ځمکنۍ پوله لا هم د افغانستان د اتباعو پرمخ تړلې ساتلې ده.
تراوسه هغو باروړونکو موټرو ته چې سوداګریز توکي لېږدوي او د پولې دواړو غاړو ته ولاړ دي د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو درې ورځې وړاندې وویل، د تازه مېوو، سبزۍ او نورو توکو نژدې ۵۰۰۰ زره کانټینر له پولې د اوښتو په تمه د تورخم او چمن دواړو خواوو ته ولاړ دي.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او کابل او اسلام اباد یو بل تورنوي چې اورپکو ته یې خوندي پټنځایونه برابر کړي دي.
د پاکستان سند ایالت یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته د پاکستان حکومت د فبروۍ په ۱۶مه اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې خپلې ټولې پولې سملاسي تړلي دي.
په دغه ورځ د پاکستان د سند ایالت سیون ښار لعل شهباز قلندر زیارت کې ځانمرګي برید شاوخوا ۸۰ کسان ووژل. د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې ددغه برید سمبالوونکي په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د افغانستان دولت وایي، بهرني ترهګر ښایي په هغو سیمو کې وي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د افغانستان دولت په وار وار پر پاکستان تور پوری کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي.








