د شمالي کوریا د وروستي توغندي ازموینه ناکامه وه

د جنوبي کوریا دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا وروستۍ توغندیزه ازموینه بریالۍ نه وه.

د دوی په خبره، توغندی د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا د ختیځ ساحل له ونسان نومې ښاره وتوغول شو، خو دمګړۍ دوی هڅه کوي، د ازمویل شوي توغندي بڼه معلومه کړي.

د شمالي کوریا له خوا د توغندیزې ازموینې د ناکامېدو خبر پر داسې مهال دی چې په ګاونډ کې یې د جنوبي کوریا او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ ګډ پوځي مانورونه روان دي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د شنبې په ورځ وویل: د 'توغنديو په زیږېدنه کې نوي پرمختګونه' به یې له هېواد سره مرسته وکړي چې په نړیواله کچه سپوږمکۍ وتوغوای شي.

د شمالي کوریا دغه ادعا چې تر اوسه بلې سرچینې نه ده تایید کړې، داسې مهال رامخې ته کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چین په سفر بوخت دی.

چین د شمالي کوریا له نږدې متحدانو ګڼل کېږي.

ښاغلي ټیلرسن د جمعې په ورځ په جنوبي کوریا کې وویل، که پیونګ یانګ جنوبي کوریا یا په دغه هېواد کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته ګواښ پېښ کړي، نو پر وړاندې یې د پوځي برید غوراوی له دوی سره شته.

شمالي کوریا تر اوسه پنځه هستوي ازموینې هم تر سره کړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلکه غندلي دي.

کارپوهان باوري دي چې شمالي کوریا د داسې هستوي سرپوښونو د جوړولو هڅه کوي چې وکولای شي امریکا په نښه کړای شي.