له چین سره د ټیلرسن ننګونکې خبرې پیل شوې

د امریکا جګپوړي ډیپلومات او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د شمالي کوریا د ترینګتلیا په تړاو ننګونکې خبرې پیل کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل، چې له شمالي کوریا سره د ترینګلتیا په تړاو له سړې سینې کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د اسیا د سفر وروستي تمځي کې چین ته تللی. نوموړي داسې مهال چین ته سفر کړی چې د شمالي کوریا د توغندیز او اتومي پروګرام په اړه اندېښنې په ډېرېدا دي.

ښاغلی ټیلرسن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ګوري. په پام کې ده چې ښاغلي شي جین پینګ به راتلونکې میاشت امریکا کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ویلي وو، د شمالي کوریا په اړه یې د هېواد د "ستراتیژیک صبر" کاسه "ډکه شوې"، چې په وینا یې که د شمالي کوریا ګواښونه ډېر شي، امریکا به پر پوځي ګام اخیستو هم غور وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر ټویټر لیکلي چې شمالي کوریا "ډېر ناوړه ګام" اخیستی او د امریکا مهم ملګري چین هم "پاموړ مرسته نه ده کړې".

په ورته وخت کې، چین د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اوسنۍ ترینګلتیا د ختمولو لپاره یوازېنۍ لار په خبرو کې ده.

چین یوځل بیا په جنوبي کوریا کې د امرکا د توغندي ضد دفاعي سیستم له ځای پرځای کولو سره پر خپل مخالفت ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ له چین غوښتي وو، چې پر شمالي کوریا لګول شوي بندیزونه په اغېزناکه ډول عملي کړي.

هغه ویلي وو، اړتیا نه شته چې چین په جنوبي کوریا کې د امریکا د توغندیو ضد دفاعي شبکې ځای پرځای کولو په اړه امریکا ته لار وښيي.

امریکا وايي، دغه سیستم د شمالي کوریا له خوا د جنوبي کوریا د ګواښونو د دفاع پروړاندې جوړ شوی.

څارونکي وايي، چین ښايي د ښاغلي ټیلرسن د سفر په اړه نارامه وي او د امریکا پر هغې غوښتنې به یې خوا بده وي چې له چین یې د شمالي کوریا د کړنو په اړه توغند غبرګون وښيي.

د بي بي سي د چینايي برخې مشر کري ګریسي وايي، چین ټینګار کوي چې اوسمهال یې پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه عملي کړي دي.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښايي چینايي چارواکو ته د ځینو هغو چینايي شرکتونو او بانکونو په اړه خبرداری ورکړی، چې د شمالي کوریا د بندیزونو په اړه له دغه هېواد سره همکاري کوي.