تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ټرمپ چین د امریکا دښمن بولي، خو بیا هم پکې د هوټلونو جوړولو هڅې کوي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
واشګنټن پوسټ:
امریکايي ورځپاڼې واشګنټن پوسټ د دغه هېواد د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هوټلونو په اړه یوه مطلب کې وايي، د ټرمپ د هوټلونو اداره کوښښ کوي چې په چین کې خپلې څانګې پرانیزي.
د مطلب لیکوال زیاتوي، ښاغلی ټرمپ چین د امریکا دښمن، امریکا ته ګواښ او یو رټل شوی هېواد بولي خو د ده د هوټلونو اداره له اتو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په دغه هېواد کې څانګې پرانیزي.
په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د ډونلډ ټرمپ سوداګریزې ګټې ښايي له دې منع کړي چې له چین په اصطلاح د سوداګرۍ په برخه کې ګوتې ماتې کړي او که داسې وشي نو د دواړو هېوادونو په زیان به وي.
خو د چین دولتي ورځپاڼې The people په یوه راپور کې ویلي، چین د امریکا د هغه ګام په وړاندې اعتراض کړی چې په ۲۰۱۷ مالي کال کې یې د امریکا او تایوان ترمنځ د لوړې کچې پوځې راشه درشه په پام کې نیولې ده.
چین د تایوان له مشر سره د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ پر ټلیفوني خبرو هم اعتراض کړی و.
ټریبیون:
پاکستانۍ ورځپاڼې ټریبیون د دغه هېواد د پوځ د نوي مشر جنرال قمر جاوید باجوا هغه خبرې را اخستې دي چې ویلي یې دي پوځ د چین - پاکستان د اقتصادي کوریډور یا لارې د پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
هغه ویلي د دغې پروژې پر وخت بشپړول د پاکستان او بلوچستان لپاره د پرمختیا یوه نوې پیلامه ده او پوځ د دغې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
ورځپاڼه د پوځ د مشر له خولې وايي، له توپير پرته به له نورو دولتي ادارو سره په همغږۍ د ترهګرۍ پرضد جګړه کوي.
فایننشل ټایمز:
بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پر اقتصادي اغیزو مطلب خپور کړی دی.
د انګلستان د بانک د پخواني مشر په حواله پکې ویل شوي، چې برتانیا له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته باید پر ځان د باور پر بنسټ چلند وکړي او له هغو فرصتونو ګټه پورته کړي چې د اروپايي ټولنې بهر په نورو هېوادونو کې شته دي.
نیویارک ټایمز:
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د هڅو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې چارواکي لا هم په دې برخه کې د پاکستان رول عمده ګڼي. خو ځنیې بیا په دې نظر دي چې د پاکستان ګوښه کولو ته په پام سره اوس د دې وخت را رسیدلی چې له طالبانو سره د خبرو لپاره نورې لارې چې ولټول شي.
ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د امریکا او اسرائیل ترمنځ د یهودي ښارګوټو د جوړولو پر سر د را ولاړ شوي جنجال په اړه یوه مطلب کې لیکي، اسراییلي چارواکي وايي، داسې شواهد لري چې ښيي د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما د پردې تر شا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک په برخه کې دسیسه جوړه کړې ده او دا شواهد به نوي ولسمشرم ډونالډ ټرمپ ته وسپاري.