فرانسه: پر اورلي هوايي ډګر بریدګر مو پېژانده

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي، د پاریس پر اورلي هوايي ډګر د برید په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د شنبې په ورځ (کب ۲۸مه/ مارچ ۱۸مه) یوه ځوان سړي اورلي هوايي ډګر ته څېرمه له یوه پولیس وسله واخیسته، هوايي ډګر ته ننوت، خو څو دقیقې وروسته د امنیتي کسانو په ډزو ووژل شو.
اورلي د پاریس دویم لوی هوايي ډګر دی، چې د پاریس په جنوب کې شاوخوا ۱۳ کیلومتره لیرې پورت دی.
د برید کوونکي نوم زیاد بن بلقاسم ښوول شوی چې ویل کېږي ۳۹ کلن و. فرانسوي چارواکو ویلي، نوموړي غوښتل د "خدای په لار" کې ومري.
د فرانسې د پولیسو په وینا، بلقاسم د سخت دریځۍ په تور زنداني شوی هم دی او پولیسو تر خپلې څارنې لاندې ساتلی و.
په ورته وخت کې د پاریس قاضي فرانسوا ملیون خبریالانو ته ویلي، وړاندې هم د ښاغلي بلقاسم په دوسیه کې د وسله والې غلې او نشه يي توکو په څېر جرمونه ثبت شوي دي.
لکه څرنګه چې رپوټ ورکړل شوی، پولیس د بلقاسم استوګنځي ته له اسلامي سخت دریځۍ سره د هغه د تړاو د څرک لګولو په موخه ورغلي، خو له کوکایینو پرته یې نور کوم پاموړ څه نه دي موندلي.

د عکس سرچینه، AFP
یوه میاشت وړاندې یوه سړي د پاریس لوو موزیم دروازه کې پر یوه فرانسوي سرتېري برید وکړ او سخت یې ټپي کړ.
فرانسه کې خونړي بریدونه
- جون ۲۰۱۶ - پر "اسلامي دولت" نومې ډلې پورې یوه تړلي اورپکي پاریس ته څېرمه مګناویل کې دوه پولیس چارواکي ووژل
- نومبر ۲۰۱۵ - پاریس کې اوو په وسلو سمبالو کسانو او ځانمرګي برید ۱۳۰ کسان ووژل او تر ۳۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، دا د فرانسې تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی
- جون ۲۰۱۵ - له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلي مشکوک سړي وروسته تر هغه د خپل مشر سر غوڅ کړ چې موټر یې په لیون کې د فابریکې د مایعو اور اخیستونکو توکو برخې ته ورټېل واهه
- جنوري ۲۰۱۵ - پاریس کې د دوو په وسلو سمبالو کسانو برید کې ۱۷ کسان ووژل شول، برید د یوې طنزیه (چارلي ابدو) مجلې پر دفتر پیل شو
- مارچ ۲۰۱۲ - په وسلې سمبال سړي د تولوس او منتاوابن په یهودي ښوونځي کې د یوه ښوونکي او درو ماشومانو په ګډون اوه کسان ووژل








