پاریس: هوايي ډګر کې له پولیس افسره د وسلې اخیستو هڅه کوونکی وژل شوی

پاریس

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امنیتي ځواکونو هوايي ډګر کې پراخ عملیات پیل کړي دي

فرانسه کې پولیس وايي هغه سړی وژل شوی، چې د پاریس اورلې هوايي ډګر کې یې له یوه پولیس افسره د وسلې اخیستو هڅه کوله.

پاریس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له هوايي ډګره ګڼ کسان بهر ته ایستل شوي دي

دغه ۳۹ کلن سړی د هوايي ډګر سویلي ټرمینل کې وژل شوی دی. د هوايي ډګر ځینې برخې له دغې پېښې وروسته، چې چارواکو خورا جدي بللې بېرته پرانیستل شوې دي.

پاریس

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ډزو له پېښې وروسته د هوايي ډګر په شاوخوا سیمه کې د ګاډو خورا ګڼه ګوڼه ولیدل شوه

ویل کېږي دغه سړی سخت دریځۍ ته تمایل موندلی و او پولیسو یې څارنه کوله.

د فرانسوي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې دغه سړي د وسلې په زور د غلا هڅې په ګډون یو شمېر جرمونو کې لاس درلود.

پاریس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پېښې پر مهال د امنیتي ځواکونو ګڼ کسان هوايي ډګر ته ورسېدل

د نوموړي د احتمالي ملګرو موندلو په موخه د بم شنډونکو په ګډون امنیتي ځواکونو هوايي ډګر کې چاڼیز عملیات پیل کړی دي.

پولیس وايي بریدګر له ځان سره کوم باروت نه درلودل او وايي، پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

پاریس

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ډزو له اورېدو وروسته ځینې کسان سخت ترهېدلي وو

اورلې هوايي ډګر له پاریس ښاره ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی او د پلازمېنې دویم لوی هوايي ډګر بلل کېږي.

یو شمېر کسان چې د دغو عملیاتو پر مهال یې الوتکې هوايي ډګر ته رسېدلې وې، نه دي توانېدلي له الوتکو بهر ووځي. ویل کېږي، چې ۳۰۰۰ مساپر له هوايي ډګره بهر ایستل شوي دي.