تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاریس: هوايي ډګر کې له پولیس افسره د وسلې اخیستو هڅه کوونکی وژل شوی
فرانسه کې پولیس وايي هغه سړی وژل شوی، چې د پاریس اورلې هوايي ډګر کې یې له یوه پولیس افسره د وسلې اخیستو هڅه کوله.
دغه ۳۹ کلن سړی د هوايي ډګر سویلي ټرمینل کې وژل شوی دی. د هوايي ډګر ځینې برخې له دغې پېښې وروسته، چې چارواکو خورا جدي بللې بېرته پرانیستل شوې دي.
ویل کېږي دغه سړی سخت دریځۍ ته تمایل موندلی و او پولیسو یې څارنه کوله.
د فرانسوي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې دغه سړي د وسلې په زور د غلا هڅې په ګډون یو شمېر جرمونو کې لاس درلود.
د نوموړي د احتمالي ملګرو موندلو په موخه د بم شنډونکو په ګډون امنیتي ځواکونو هوايي ډګر کې چاڼیز عملیات پیل کړی دي.
پولیس وايي بریدګر له ځان سره کوم باروت نه درلودل او وايي، پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
اورلې هوايي ډګر له پاریس ښاره ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی او د پلازمېنې دویم لوی هوايي ډګر بلل کېږي.
یو شمېر کسان چې د دغو عملیاتو پر مهال یې الوتکې هوايي ډګر ته رسېدلې وې، نه دي توانېدلي له الوتکو بهر ووځي. ویل کېږي، چې ۳۰۰۰ مساپر له هوايي ډګره بهر ایستل شوي دي.