سعودي: سږکال ایرانیان حج کې ګډون کولای شي

.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، سعودي چارواکي هر کال د نړۍ له ګوټ - ګوټ نه د حج پرمهال د کابو یو میلیون حاجیانو څارنه او پالنه کوي.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، سږ کال ایراني وګړي د حج مراسمو کې برخه اخیستلای شي.

د سعودي خبري اژانس ویلي، تېره میاشت یې له ایراني پلاوي سره خبرې کړې او اوس د ایراني حاجیانو د تنظیمولو لپاره چمتووالی روان دی.

د ایران "تسنیم" خبري اژانس ویلي، تهران به سږ کال نژدې ۸۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته واستوي.

تېر کال ایراني حاجیانو ته سعودي عربستان ته له دې کبله پر تګ بندیز لګول شوی و، چې دواړو هېوادونو (ایران او سعودي عربستان) د امنیت او لوژستیکي مسلو په اړه اختلاف درلود.

د ایران او سعودي ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې په ۲۰۱۵ کال د حج پرمهال د ټېل ماټېل په یوه پېښه کې سلګونه ایراني حاجیان مړه شول.

سعودي هغه مهال ویلي وو، چې په دې ټېل ماټېل کې ۷۶۹ حاجیان مړه شوي، خو ګڼو هېوادونو نورې شمېرې اعلان کړې چې ګني د دوی حاجیان هم مړه شوي، چې په دې سره شاید د مړو شویو حاجیانو شمېر تر زرو اوښتی وي، چې تر ۴۰۰ ډېر یې ایرانیان وو.

ایران وویل، د حاجیانو د مړینې اصلي لامل د حج د مراسمو پرمهال د سعودي چارواکو بې کفایتي وه، همدا وو چې په ۲۰۱۶ یې د حج له مراسمو سره پرېکون اعلان کړ.

سعودي چارواکي هر کال د نړۍ له ګوټ - ګوټ نه د حج پرمهال د کابو یو میلیون حاجیانو څارنه او پالنه کوي.

منا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پېښه جمراتو ته د حاجیانو د لېږېدو پرمهال د منا د ۲۲۳ سړک په ۲۰۴ کوڅه کې شوې ده،‌ چې په ډېر ټېر ماټېل کې یوشمېر حاجیان لوېدلي او د نورو تر پښو لاندې شوي‌دي.‌

د حج مراسمو کې خونړۍ پېښې:

۲۰۰۶: په شګو د شیطان د ویشتلو پر مهال ۳۶۴ حاجیان مړه شول.

۱۹۹۷: د اورلګېدنې له کبله ۳۴۳ حاجیان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شول.

۱۹۹۰: ۱۴۲۶ حاجیان د پښو لاندې کېدو له امله مړه شول.

۱۹۸۷: ۴۰۰ کسان داسې مهال مړه شول چې سعودي چارواکو هڅو کوله ایراني پلوه مظاهره کونکي کنترول کړي.

.