'هند کې په تشه خېټه د لیچي نومې میوې خوړلو له کبله لسګونه ماشومان مړه شوي'

د عکس سرچینه، SATISH KUMAR
د هند بهار ایالت په مظفر پور سیمه کې ساینسپوهان وايي، تېرو دوو لسیزو کې د لسګونو ماشومانو مړینې لامل په لیچي نومي میوه کې د یوې کیمیاوي مادې شتوالی دی.
ځايي خلک دغه ناروغي 'چمکي 'بولي، چې هر کال د مې او جون میاشتو کې یې د خپرېدو له کبله یو شمېر ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.
یوازې ۲۰۱۴ کال کې پر دغې ناورغۍ اخته ۳۹۰ ماشومان روغتونونو کې بستري شوي وو، چې ۱۲۲ یې مړه شول.
اوس د هند او امریکا متحدو ایالتونو د ساینسپوهانو له ګډو څېړنو وروسته معلومه شوې، چې په تشه خیټه د دغې میوې له ډېر خوراک وروسته پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو احتمال ډېرېږي.
دغه څېړنه نږدې ۳ کاله روانه وه او پایلې یې په مشهوره ساینسي مجله 'لینسیټ ګلوبل ' کې خپرې شوې دي. ساینسپوهان وايي لیچي ' هایپو ګلایسین اي ' نومي زهرجنه ماده لري.
روغتونونو کې د بستري ماشومانو د وینو او بولو له معایناتو معلومه شوې، چې دغه ماده یې درلوده.

د عکس سرچینه، MANISH SHADILYA
ډېری دغو ماشومانو ماښامنۍ نه وه خوړلې او سهار مهال یې ډېر لیچي خوړلي وو. کارپوهان وايي، داسې حالت کې د لیچي زهرجنه ماده ډېر اغېز کوي.
د دوی په وینا ماشومانو کې خوار ځواکي او له مخکې نه ناروغي د لیچي خوړلو له کبله د ناروغي خطر احتمال ډېروي.
ډاکټرانو ویلي ماشومان باید دغه میوه لږ وخوري او د میوې له خوړلو مخکې نور مناسب خواړه وخوري. د هند حکومت هم دې لړ کې لارښوونې خپرې کړې.
مظفر پور د لیچي پریمانه محصولات لري او له دغه ځایه د نړۍ لر او بر بازارونو ته هم لېږل کېږي.
د ناروغو ماشومانو مېندو، پلرونو ویلي د مېوې پخېدو پر مهال د ماشومانو ډېری وخت په باغونو کې تېرېده او دا هغه مهال و، چې له ماشومانو د کور خواړه هم هېرېدل.








