هند کې د مارانو زهرو قاچاق کونکي نیول شوي

د عکس سرچینه، PRATIBHA WALUNJ
هندي پولیسو لوېديځ مهاراشټر ایالت کې د مارانو د زهرو دوه مشکوک قاچاق کوونکي نیولي دي.
پولیسو پونه سیمه کې له یوه کوره چې نیول شوي قاچاق کوونکي په کې اوسېدول د کوبرا په ګډون ۷۰ ماران او د مارانو ۳۰ ملي لیتره زهره نیولي دي.
پولیس وايي ماران په جوالونو او لرګینو بکسونو کې ساتل شوي وو او وايي اوس د طبیعي چاپیریال ساتنې ادارې چارواکو ته سپارل شوي دي.
د هند په ځینو سیمو کې، چې د وحشي ژویو او خوځنده وو شخصي ساتنه په کې غیر قانوني ده، د مارانو زهرو پلور ګټور کاروبار دی.
رپوټونه وايي، هند کې د درملو یو شمېر تولیدونکي د مارانو زهر په ځینو درملو کې د کارولو لپاره له قاچاق کونکو رانیسي.
ځايي پولیس افسر سنتوش ګیري ګوساوي هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د کره معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته یې دغه کور کې تالاشي وکړه.
د هغه په خبره مشکوکو قاچاق کوونکو له هغو کسانو دغه ماران رانیول، چې غرونو او دښتو کې ماران نیسي او وايي دوی د پلورلو لپاره له مارانو زهر اېستل.








