ایر انډیا د مخې ۶ څوکۍ ښځو ته ځانګړې کړي

د عکس سرچینه، .
د هندوستان د ایر- انډیا هوايي شرکت پرېکړه کړې چې تر دې وروسته د ایکانومي برخې مخنۍ شپږ څوکۍ د هغو ښځو لپاره ځانګړې کړې چې ځانته سفر کوي.
دا پرېکړه تر هغه وروسته شوې چې یو شمېر ښځو، الوتکې کې د نارینه سپرلیو له چلنده شکایت کړی و.
د ایر-انډیا شرکت یوه چارواکي هندو ورځپاڼې ته ویلي، له دې کاره یې موخه د هغو ښځو لپاره چې ځانته سفر کوي، د خوندي چاپېریال رامنځته کول دي.
میناکیش ملک ویلي: "موږ د ملي هوايي چلند شرکت په توګه داسې انګیرو چې دا زموږ مسؤولیت دی چې ښځینه مسافرو ته ارامه فضا رامنځ ته کړو. "
د روانې اونۍ له پای ته رسېدا سم لاسي وروسته به دا پرېکړه عملي شي او په ایربس اې ۳۲۰ الوتکو کې به د هند د ننه لومړی عملي شي.
وروسته به د ښځینه مسافرو لپاره ځانګړي شوي سیټونه په راتلونکو څو میاشتو کې نورو الوتنو ته هم وغځول شي.
په دې سره به ځانته سفر کوونکې ښځینه سپرلۍ وکړای شي ځان ته ځانګړي سیټونه وغواړي، خو هېڅ اضافي لګښت به پرې نه راځي.
د هند پر دغې پرېکړې تر اوسه ټول وګړي راضي نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د هوايي چلند پخوانی اجراییوي مشر جیتیندرا بهارګاوا هندو ته ویلي: "زما په اند، دا د نړۍ په هېڅ کوم ځای کې نه شته. الوتکې د ښځینه مسافرو لپاره خوندي نه دي. د ناسم چلند په حالت کې، د الوتکې عمله د قانون مطابق د غبرګون ښودلو مسؤولیت لري."
په الوتکو کې لانجمنې قضیې کومه نوې خبره نه ده.
په ۲۰۱۵ کال، ځینو مشرانو خپلو مامورینو ته ویلي وو، دوی ډېر چاغ دي چې همدا چاغښت یې د شرکت د الوتکې د ډېرو تېلو لګېدو او زیات لګښت راتلو لامل ګرځي.








