هوا کې د الوتکې دروازه د پیلوټ پر مخ کلکه شوه

 ایرانډیا هوايي شرکت په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښې پر مهال د خوندیتوب ټول معیارونه په پام کې نیول شوي وو .
د عکس تشریح، ایرانډیا هوايي شرکت په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښې پر مهال د خوندیتوب ټول معیارونه په پام کې نیول شوي وو .

د هند له ډیلي ښاره بنګلور ته پر لاره د ایر انډیا هوايي شرکت الوتکه په یوه بې وړه حالت کې اړه شوه، چې د بهوپال ښار هوايي ډګر کې کښینې.

خو دغه حالت ډېر خواشینونکی ځکه نه شو، چې الوتکه کې ناست کسان له هېڅ ډول ستونزې سره مخامخ نه شول.

پېښه داسې وه، چې د الوتکې پیلوټ د لږ ځنډ لپاره د الوتکې تشناب ته ننوت، چې ستونزه رامنځ ته شوه.

کله چې پیلوټ له تشنابه ستون شو، نو د کاکپټ( د پیلوټ د کښېناستو غرفه) دروازه داسې کلکه شوې وه، چې د پیلوټ له ډېر کوښښ سره هم خلاصه نه شوه.

کاکپټ کې دننه یو مرستیال او یو بل پیلوټ موجود وو، چې په ازمېښتی ډول الوتکه کې ناست وو.

له دې وروسته مرستیال پیلوټ د الوتکې واګې په لاس کې واخیستې او له چارواکو نه یې له اجازې اخیستو وروسته الوتکه د بهوپال لور ته کږه کړه او د دغه ښار په هوايي ډګر یې په خوندې انداز کوزه کړه.

د بهوپال په هوايي ډګر له کښېناستو وروسته انجنرانو د الوتکې د کاکپټ دروازه ورغوله او د هوايي چلند ادارې د چارواکو له اجازې وروسته بېرته د بنګلور لور ته والوته.

ایرانډیا هوايي شرکت په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښې پر مهال د خوندیتوب ټول معیارونه په پام کې نیول شوي وو او هېڅ شېبه د سپرلیو او کارکونکو خوندیتوب له کوم خطر سره مخامخ نه شو.