ټرمپ: د کډوالو په هکله د مېرکل پالیسي "لویه تېروتنه" ده

د عکس سرچینه، The Times
د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالو د منلو په هکله د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د پرانیستو دروازو پالیسي "لویه تېروتنه" بللې ده.
"زه فکر کوم، چې هغې (انګلا مېرکل) د دې بې قانونه کډوالو په منلو سره ـ چې معلومه نه ده، له کومه ځایه راځي- یوه لویه تېروتنه کړې. هیڅوک نه پوهېږي دا کډوال له کومه راځي".
د انګلا مېرکل د دې پالیسۍ له مخې پر ۲۰۱۵ کال جرمني ته له یو میلیون ډېر کډوال ننوتل.
ډونلډ ټرمپ د جرمني له بېلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې انګلا مېرکل یوه مهمه اروپايي مشره ده او جرمني د اروپايي ټولنې د یووالي لپاره مهمه وسیله ده.
نوموړي دا څرګندونې په نیویارک کې په خپل دفتر ټرمپ برج کې له جرمن او برتانوي رسنیو سره د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د روښانولو پر مهال کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له اروپایي ټولنې د برتانیا وتل
د امریکا ټاکلی ولسمشر له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پرېکړه "ځیرکانه" بولي او زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته د برتانیا وضعیت ډېر ښه شوی او لندن به د دې پرېکړې ګټه ووینی.
ډونلډ ټرمپ د برتانیا له ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د لندن - واشنګټن د سوداګریزو اړیکو د لا ډېر ښه والي لپاره به هڅې وکړي.
د نوموړي دا څرګندونې د بارک اوباما هغو څرګندونو ته غبرګون دی، چې ویلی یې وو، که برتانیا له اروپایي ټولنې ووځي، نو له امریکا سره به یې سوداګریز اړیکي د کتار پای ته ورسېږي.
خو ډونلډ ټرمپ وايي، چې د واک له ترلاسه کولو وروسته به ژر د واشنګټن - لندن د اقتصادي اړیکو د اسانولو لپاره له برتانیا سره یو سوداګریز تړون وکړي.
ډونلډ ټرمپ له ټایمز او بېلډ ورځپاڼو سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا لپاره د رڼې سوداګرۍ تړون او د دغه هېواد د پولو خوندي کول غواړي.
هغه دا هم ویلي، چې امریکا به له نړۍ په تېره چین سره د خپل سوداګریز تاوان په تړا خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اداره به یې تر ازادې سوداګرۍ چټکه سوداګري غوره کړي.

د عکس سرچینه، The Times
له روسیې سره تړون
ډونلډ ټرمپ له ټایمز سره په خبرو کې ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته په ننوتلو سره به د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره د ښه نیت او باور له مخې اړیکه جوړه کړي، چې وګوري دا باور "تر کومه دوام لري".
کله چې له روسیې سره د ممکنه تړونونو په هکله وپوښتل شو، نو ښاغلي ټرمپ وویل، چې د ولسمشر په توګه دا غواړي چې واشنګټن او مسکو اټومي سلاکوټونه کم کړي.
نوموړي دا ژمنه هم وکړه، چې که مسکو خپلې اټومي وسلې کمې کړي، نو واشنګټن به ترې د ځینې بندیزونو لرې کولو ته پام وکړي.
په دا مهال یې په سوریه کې د روسیې پر لاسوهنه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې مسکو په دغه هېواد کې د "انساني ناورین" سبب شو.
نوموړي بیا هم له ایران سره پر اټومي تړون نیوکه وکړه او تېروتنه یې وباله.








