'جوبایډن ټرمپ وهڅوه د لویانو په څېر چلند وکړي'
د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ددغه هېواد پر استخباراتي سازمان د ډونلډ ټرمپ لفظي بریدونو په غبرګون کې ویلي؛ ټاکل شوی ولسمشر باید "لوی شي."
ښاغلي ټرمپ سره به د جمعې په ورځ د نومبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د "روسیې لاسوهنې" په تړاو د استخباراتي ادارو د راپور معلومات شریک شي.
خو ښاغلي ټرمپ دا ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستي او په خپلو ټویټونو کې یې د امریکا پر استخباراتي ادارو نیوکه کړې ده.
ښاغلي بایډن وویل؛ دا د "بې فکرۍ" نښه ده که یو ټاکل شوی ولسمشر پر استخباراتي ادارو باور ونه لري.
هغه له پي بي اس شبکې سره په مرکه کې وویل؛ "که ولسمشر په څو استخباراتي ادارو، د دفاعي استخباراتو له سازمانه نیولې تر مرکزي استخباراتو پورې باور ونه لري او چمتو نه وي هغوی ته غوږ ونیسي، په بشپړه توګه د بې فکرۍ نښه ده."
"دا فکر چې ګواکې ستاسو معلومات له استخباراتي ادارو ډېر دي، داسې ده لکه ووایې، زه د فزیک له استاد نه ډېر په فزیک پوهېږم. کتاب مې نه دی لوستی، خو دومره پوهېږم چې ډېر پوهېږم."
هغه د ښاغلي ټرمپ دوامداره بریدونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې پر ټویټر وویل: "ډونلډه لوی شه، لوی شه، ددې وخت دی چې د یوه لوی کس په څېر چلند وکړې، ته ولسمشر یې. د کار وخت دی. وښییه چې څه لرې."
سره له دې نوموړي د خبرو په اوږدو کې هغه ښاغلی ټرمپ "ښه سړی" وباله.
هغه وویل؛ د امریکا استخباراتي سازمانونو راپور یې لوستی چې د ټاکنو پرمهال د روسیې د لاسوهنې اړخونه تشرېح کوي.
ټاکل شوې ښاغلي ټرمپ ته د جمعې په ورځ دا راپور ورکړل شي او د راپور غیر محرمانه نسخه راتلونکې اونۍ د عامو خلکو په واک کې ورکړل شي.
ښاغلي بایډن وویل؛ دا راپور په څرګنده هغه جزییات "لري چې څنګه روسانو د یوه سیاست په ملاتړ پر ټاکنو د اغېز کولو هڅه وکړه."
هغه وویل؛ په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د سیالې هېلیري کلنټن د کمزورې کولو لپاره د ایمیلونو هک کول ددغو شمېرل شویو عملیاتو یوه برخه وه.

د عکس سرچینه، AP
هغه زیاته کړه؛ دا هک کول تر هغه څه ډېر پراخ و چې ګومان یې کېده.
ددې کسانو له ډلې چې ایمیلونه یې هک شول یو هم د هېلیري کلنټن د کمپاین مدیر جان پوډسټا و. همداراز د ډیموکرات ګوند ملي کمېټې دفترونه هم له ورته بریدونو سره مخ شول.
دا اسناد وروسته د ویکي لیکس افشاګرې وېبپاڼې لخوا خپاره شول.
د امریکا د ملي استخباراتو سازمان رییس جیمز کلېپر د پنجشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس یوې کمېټې ته وویل؛ امریکا تر اوسه ددغه هېواد په ټاکنو کې د لاسوهنې په هدف د روسیې ددغه ډول اقدام په څېر برید سره نه وه مخ شوې.
ښاغلي کلېپر د روسیې هڅې "څو اړخیز عملیات" وبلل او ویې ویل چې په دې کې "کلاسیک پروپاګند، د غلطو اطلاعاتو او جعلي خبرونو خپرول" شامل و.
جیمز کلېپر دې ته په اشارې سره چې د روسیې ولسمشر د ډیموکرات ګوند ایمیلونو هک کولو امر ورکړی و وویل؛ په دې راپور کې به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین انګېزې په اړه هم وویل شي.
روسیې دا تورونه رد کړي دي.









