د نوي میلادي کال په درشل کې بریتانیا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوي میلادي کال رارسېدو په درشل کې او په جرمني او فرانسې کې د لارۍ پر مټ تر بریدونو وروسته په لندن او د بریتانیا په نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.
لندن کې د نوي کال اورلوبې مراسمو کې ګډونوالو باندې ۱۰۰ زره ټکټونه خرڅ شوي دي. ټاکل شوې چې په دې ښار کې وسله والو پولیس ځای پرځای شي او د مراسمو سیمې چارچاپېره سمټي موانع کېښودل شي.
همداراز به د لندن ښار ځینو سیمو کې د موترو پر تګ راتګ بندیز ولګول شي.
د مانچستر ښار پولیسو هم ویلي؛ په برلین کې د کریسمس بازار تر پېښې وروسته یې خپل امنیتي تدابیر کلک کړي دي.
د بریتانیا د ترانسپورت پولیسو ویلی؛ د عمومي رېل ګاډو په شبکو کې به ګزمې ولري او وسله وال پولیس به د لندن مټرو شبکې څارنه وکړي.
نن شپه به د لندن ښار په واټونو کې نژدې درې زره پولیس حضور ولري.

د لندن پولیسو یوه چارواکي ویلي؛ مراسمو کې د ګډون لپاره خلکو ته د ډاډ ورکولو په موخه، پولیس له بېلابېلو لارو هڅه کوي د هغوی امنیت وساتي.
د سکاټلېنډ پولیسو هم ویلي؛ د مراسمو ترسره کېدو پرمهال به د اېډنبرا په لارو کوڅو کې د پولیسو حضور د پام وړ وي.

د عکس سرچینه، Reuters








