تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوباما: ټرمپ مې ماتولی او درېیم ځل ولسمشر کېدای شوی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه ثبت شوې مرکه کې ویلي، که اجازه ورکړل شوې وای، د ولسمشرۍ درېیم پړاو ټاکنو ته یې ځان نومولی وای، د ډېری امریکایانو په ملاتړ به یې له ډونلډ ټرمپ مشري ګټلې وای.
خو د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ په ټویټر لیکلي "دا کار ناشونی دی". د نوموړي اشاره د اوباما د کمزورۍ ټکیو ته ده.
ټرمپ وايي، اوباما د خپلې واکمنۍ پرمهال بهر کې امریکایانو ته د کار موندلو، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پرضد جګړې او روغتیايي بیمې قانون عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
اوباما، چې د امریکا د اساسي قانون له مخې درېیم ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته نه شي نوماندېدلی، له خپل مخکیني سلاکار ډیویډ اکسلروډ سره په یوه مرکه کې، چې پر انټرنېټ خپره شوې، ویلي "امریکایانو د ده نظر او لیدلوری تاییداوه".
د امریکا ولسمشر زیاتوي "ډاډه یم که زه بیا ټاکنو ته ولاړ وای او په ښکاره مې خپل دریځ روښانه کړی وای، زما په باور به د امریکا ډېری وګړو زما دریځ تایید کړی وای".
د نوموړي اشاره د ۲۰۰۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته وه چې ټاکنیز شعار یې پر هیلې او بدلون ولاړ و.
دی ټینګار کوي، د امریکا ولس لاهم د ده نظر تاییدوي.
په پام کې ده چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه ډونلډ ټرمپ په رسمي توګه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
دغه جمهوریپال د ډیموکراټانو نوماندې هیلیري کلنټن ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه.
د اغلې کلنټن ویاند برایان فالون پخپل ټویټر لیکلي، اوباما به ټرمپ ته ماتې ورکړې وای، او که د څېړنو ددفتر مداخله نه وای کړې، نو کلنټن به بریالۍ شوې وای.
اوباما پخپله مرکه کې ویلي "کلنټن په ډېرو پېچلي او ستونزمن وضعیت کې ښه فعالیت وکړ"، د ټرمپ د منګولو لګولو پروړاندې یې مبارزه وکړه.