تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوباما ناټو او اروپايي ټولنه د ټرمپ له همکارۍ ډاډمنول غواړي
- Author, جاوید کوټوال
- دنده, واشنګټن
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد متحدینو ته د ډاډ ورکولو هڅه کوي، چې نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په جنورۍ میاشت کې د کار له پیلولو وروسته د واشنګټن نړیوالو ټلوالو ته درناوی وکړي او پر ځای به یې وساتي.
نوموړي د ولسمشر په توګه د خپل وروستي بهرني سفر په ترڅ کې اروپا ته له تګ د مخه ویلي، اروپايي مشرانو ته به ډاډ ورکړي، چې د ناټو په تړاو به د امریکا ژمنتیا کمزورې نه شي.
ښاغلي اوباما په سپنه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې ډونلډ ټرمپ د ناټو په تړاو د امریکا د ژمنتیا په هکله "ډېره لېوالتیا ښودلې ده".
خو ښاغلي ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د دې ټلوالې پر ارزښت شک څرګند کړی و.
د ډونلډ ټرمپ څرګندونو بالتیک هېوادونه هیښ کړل چې د روسیې له یرغل وېرېږي.
د ناټو تړون پنځمه ماده کې غړي هېوادونه ژمن دي چې تر برید لاندې غړي ملاتړ به کوي.
خو په جولای کې ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې امریکا به یواځې هغه مهال د خپلو ملګرو ملاتړ کوي چې د واشنګټن شرایط ومني.
امریکا له ډېر وخت راهیسې له اروپايي ملګرو غواړي چې په دفاعي چارو ډېر لګښت وکړي.
بارک اوباما د یونان پلازمېنې اتن ته له تللو څو ساعتونه مخکې دا خبرې وکړې.
نوموړی به جرمني او پېرو ته په وروستي رسمي سفر لاړ شي.
په اتن کې د بارک اوباما لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، په دغه ځای کې د امریکا ضد لاریون پلان شوی دی.
بارک اوباما په دغه سفر کې هڅه کوي چې د امریکا د راتلونکې ادارې په هکله خپګان ختم کړي.
په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته یې وویل چې راتلونکي ځایناستي یې "د مهمو ستراتیژیکو اړیکو ساتلو ته" ډېره لېوالتیا ښودلې ده.
بارک اوباما وویل، د ډونلډ ټرمپ دغه لېوالتیا "د پیاوړې او ځواکمنې" ناټو د ملګرتیا په هکله هم ده چې نړۍ ته به "لوی پایښت" ور وبښي.
د امریکا ولسمشر هیله وښوده چې ډونلډ ټرمپ او په کانګرس کې د هغه ملګري به "د ایران اټومي تړون واقعیتونو" ته هم پام وکړي.
د نوموړي په خبره، د دې تړون له منځه وړل به سخت وي، ځکه چې اغېزناک دی او د ایران لاس یې د اټومي وسلو له ترلاسه کولو لنډ کړی دی.
ډونلډ ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې دا هم ویلي و چې پر دغه تړون به بیا کتنه وکړي او ان د هغه د له منځه وړلو ګواښ یې هم کړی و.