د امریکا۲۰۲۰ کال ټاکنو ته میشل اوباما؟

    • Author, بي بي سي
    • دنده, ټرېنډنګ

خوشحاله یاست چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې بالاخره پای ته ورسېدې؟

دا به ډېر دوام ونکړي، ځکه چې د ټاکنو بله دوره به ډېر ژر راورسېږي. وروسته له دې چې د ډونلډ ټرمپ بریا څرګنده شوه، فقط څو ساعته وروسته له هغه، د راتلونکي کمپاین لومړني ګامونه پورته شول او په سلګونو زرو کسانو د انټرنېټ له لارې له اوسنۍ لومړۍ مېرمنې میشل اوباما وغوښتل ۲۰۲۰ کال کې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نومانده کړي.

یوه کامنټ، څرګندونې کې لیکل شوي وو " د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو ګټلو ته د میشل اوباما لپاره بېخي ښه شرایط، " بل بیا یوازې په ټینګار لیکلي ؤ " میشل اوباما ۲۰۲۰ لطفاً میشل اوباما ۲۰۲۰ لطفاً میشل اوباما ۲۰۲۰ لطفاً ".

مېرمن اوباما د امریکا په سیاسي ډګر کې ډېره مشهوره . د ګالوپ وروستۍ نظرپوښتنه کې یې محبوبیت ۶۴ ښودل شوی چې د ډونلډ ټرمپ، هېلیري کلنټن او آن تر خپل مېره هم لوړه ده.

خو د لومړۍ مېرمنې ملاتړي یوه ستونزه لري، هغه دا چې د مارچ میاشت کې میشل وویل د لوړ مقام دندې سره مینه نه لري.

بله خوا، له هغې مودې راپدېخوا ځینې شیان بدل شوي.

د خپل کمپاین وروستیو ورځو کې، ډونلډ ټرمپ وعده وکړه له اروپایې اتحادیې د بریتانیا د وتلو درې برابره ډېر داسې کار به وکړي.

د رایو له ګټلو وروسته ډېره موده تېره نه شوه چې امریکایانو او بریتانویانو ته یې نښې نښانې ښکاره شوې.