تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسد: د حلب بری به د جګړې پای ته رسولو کې "ستر ګام" وي
د سوریې ولسمشر بشار اسد وايي، د دغه هېواد په حلب ښار کې د حکومتي ځواکونو وروستی بری به د پنځه کلنې کورنۍ جګړې په پای ته رسولو کې ستر ګام دی.
خو دا یې هم وویل، چې په شمالي ښار کې هم د یاغي ډلو ماتول به دا جګړه پای ته ونه رسوي.
د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې ځواکونو یې د حلب په ختیځ(زاړه ښار) کې یاغیان شاتګ ته اړ کړل.
مخالفو وسلوالو له دې ماتې وروسته د پنځه ورځې اوربند غوښتنه کړې.
په ورته مهال امریکا او پنځو نورو لوېدیزو هېوادونو هم په حلب کې پنځه ورځې سملاسي اوربند غوښتی.
خو ښاغلي اسد اوربند رد کړ او ویې ویل چې ځواکونه به یې د وسلوالو په ضد جګړه جاري ساتي.
بشار اسد د سوریې له الوطن ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:
" دا سمه ده چې حلب زموږ لپاره یو بری دی، خو راځئ حقیقت ومنو، دا بری په دې مانا نه دی چې د سوریې جګړه به ور سره پای ته ورسېږي. خو د جګړې په پای ته رسولو کې به لوی ګام وي ".
نوموړي دا هم وویل، چې " ترهګر هر چېرته شته، ان که موږ یې له حلب وباسو، له هغه وروسته به هم د دوی په ضد جګړه کوو ".
د سوریې د ولسمشر دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د حکومت مخالفو وسلوالو د چهارشنبې په ورځ د حلب په ختیځ کې له خپلو سیمو شاتګ وکړ.
له څلورو کلونو راهیسې زوړ ښار د حکومت د مخالفو وسلوالو په لاس کې و، خو په تېرو څو میاشتو کې د دوی او د بشار اسد ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې په ډګر اوښتی و.
د بشار اسد حکومت چې د روسیې او نورو ملګرو ملاتړ ور سره دی، له څه مودې راهیسې یې په زاړه ښار کې پر څو سیمو ولکه وکړه.
په حلب کې د بي بي سي خبریال وايي، له دغې سیمې د یاغیانو وتل له تمې مخکې و.
دا مهال حکومت د حلب د ختیځ پر ۷۵ برخه واکمن دی، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د مخالفانو په لاس کې وه.
د اوربند غوښتنه
امریکا، برتانیا، ایټالیا، کاناډا، فرانسې او جرمني په حلب کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې چې له مخې یې ملګري ملتونه په ختیځ حلب کې خلکو ته انساني مرستې ورسوي.
دوی د سوریې حکومت او روسیه هم د انساني مرستو د مخنیوي له امله غندي او دواړه یې "د خلکو ځپلو لپاره" د روغتونونو او ښوونځیو په نښه کولو تورن کړي دي.
خو د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د چهارشنبې ورځې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
روسیې او چین د روانې اونۍ په لومړیو کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک هم ویټو کړ چې په حلب کې یې د اوو ورځو لپاره اوربند غوښت.