تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې د حلب ښار له ختیځه یاغیانو "شاتګ وکړ"
له سوریې خپاره شوي رپوټونه وايي، چې د حکومت مخالفو وسلوالو د حلب په ختیځ کې له خپلو سیمو شاتګ کړی دی.
د سوریې د انساني حقونو څارونکو د چهارشنبې په ورځ وویل، داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې د بشار اسد د حکومت مخالف وسلوال د حلب ختیځ کې له "زاړه ښار" وتلي دي.
له څلورو کلونو راهیسې زوړ ښار د حکومت د مخالفو وسلوالو په لاس کې و، خو په تېرو څو میاشتو کې د دوی او د بشار اسد ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې په ډګر اوښتی و.
د بشار اسد حکومت چې د روسیې او نورو ملګرو ملاتړ ور سره دی، له څه مودې راهیسې یې په دغه سیمه کې پر څو سیمو ولکه وکړه.
حکومتي ځواکونو په تېرو څو اونیو کې د وسلوالو ترمنځ درز رامنځ ته کړ او پر دوو سیمو یې له وېشلو وروسته سخت هوايي او ځکمني بریدونه پر وکړل.
دمګړۍ حکومتي ځواکونه او ملاتړي یې د حلب له دریو پر دوو برخو واکمن دي، چې پخوا د وسلوالو په لاس کې وې.
مخالفانو هم د ښار جنوب ختیزو څنډو ته شاتګ کړی دی.
په سوریه کې د انساني حقونو څار ډله وايي، لا هم په لسګونو زره ولسي وګړي - چې د وسلوالو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي - د ښکېلو لورو ترمنځ په جګړه کې ایسار او له سخت وضعیت سره مخ دي.
د تېرې میاشتې نیمايي کې په حلب کې د حکومت او وسلوالو ترمنځ د جګړې له پیلېدلو راهیسې اته لکه کسان د حلب له ختیځ وتلي دي.
ځینې د حکومتي ځواکونو په واک کې سیمو ته تللي او نور هم د کوردانو یا مخالفو وسلوالو په ولکه کې سیمو ته تښتېدلي دي.
په بل خبر کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد د پوځ یو ډګروان چې په سوریه کې یې "سلاکار" و، د حلب جګړ کې وژل شوی دی.