د سوریې حلب ښار کې د ماشومانو پر روغتون بمباري شوې

رپوټونه وایي د سوریې حلب ښار کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې کې، یو روغتون، د وینې بانک او امبولانسونه د سوریې د حکومت هوايي بریدونو او توغندیو کې ویجاړ شوي.

د ماشومانو د "بیان روغتون " مشر وايي دی د روغتون د ځمکې لاندې پوړ کې پټ شوی ؤ.

سوریه کې پر بشري حقونو د څار بریتانیا مېشته اداره وايي لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي چې پنځه یې ماشومان دي.

هوايي بریدونه داسې مهال پیل شول چې د درې اونیو لپاره د سوریې متحد، روسیې مهلت ټاکلی ؤ.

روسیې د جهادي اورپکو پر ضد د حلب ښار لوېدیځې خوا کې د عملیاتو د پیل اعلان هم کړی چې د لومړي ځل لپاره پکې له الوتکې وړونکو بېړیو کار واخیستل شو.

حلب ښار چې یو مهال د سوریې سوداګریز او صنعتي مرکز بلل کېده، له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا نژدې په دوو برخو وېشل شوی، پر لوېدیځ او ختیځ چې یاغیان او حکومت هر څوک پر یوې برخې واکمن دي.

تېر یوه کال کې سوري پوځ په دې بریالی شو چې د ایراني پوځیانو او روسي الوتکو په ملاتړ، د حلب ښار ځینې سیمې ولکه کړي.