تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د حلب ختیځ کې د روسیې بمبارۍ ۲۵ ولسي وګړي وژلي'
د روسیې جنګي الوتکو یو ځل بیا د حلب ښار په ختیځ د سوریې ولسمشر بشار اسد د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو باندې هوایي بریدونه کړي.
سوري فعالان وایي؛ دا په وروستیو ورځو کې د روسیې ترټولو سخت هوایي بریدونه ګڼل کېږي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې بریتانیا کې مېشته ده راپور ورکړی؛ د سه شنبې ورځې په هوایي بریدونو کې لږ ترلږه ۲۵ ولسي وګړي وژل شوي او څو سیمو ته د پام وړ زیان اوښتی دی.
دغې ډلې ویلي؛ د روسیې الوتکو "ځمکه کې ښخېدونکي بمونه" او نورو بمونو کارولي او انګېرل کېږي چې په قربانیانو کې ماشومان هم وي.
کوم انځورونه چې ملکي وګړو خپاره کړي ښيي چې د ډېرو کوچنیو ماشومانو مړي په داسې حال کې اېښودل شوي چې څنګ ته یې مېندې او پلرونه په ویر ناست دي.
ځینې سخت بریدونه د حلب په بوستان قصر او فردوس سیمو باندې شوي چې دولتي ځواکونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې پرتې دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان د سه شنبې په ورځ وویل، اوسمهال یواځي ۱۱ امبولانسونه په حلب کې پاتې دي چې د کارونې وړ دي، پنځه نور په هوایي برید کې په نښه شوي او اته یې لازمې پرزې نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې اورپکي هم د حلب په لویدیځ کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه کوي. د روسیې رسمي خبري اژانس سنا ویلي؛ په دغو بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
یوه اونۍ وړاندې د سوریې دولت ویلي و چې پر مخالفینو به هوایي بریدونه راکم کړای شي.
د سوریې دولتي ځواکونه د روسیې په مرسته له دوو اونیو راهیسې د حلب ښار پر ختیځو برخو چې کنټرول یې مخالفینو سره دی، سخت هوایي بریدونه کوي چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي او ډېر روغتیایي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
د سوریې پوځ تېره میاشت د حلب ښار د بشپړ کنټرول لپاره عملیات پیل کړل. دا ښار له ۲۰۱۲ کال راهیسې په دوو برخو وېشل شوی دی.
د روسیې او امریکا په منځګړتوب د رامنځته شوي اوربند تر ماتېدو وروسته بریدونه سخت شوي دي دی. امریکا او روسیه د سوریې د کړکېچ په اړه د نظر شدید اختلاف لري او دواړه له سیالو لوریو ملاتړ کوي. دغو دوو هېوادونو د سوریې کړکېچ هواري لپاره خپل رسمي مذاکرات بند کړي، خو د دواړو لوریو ترمنځ غیررسمي خبرې روانې دي.
د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې چې سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې ددغه هېواد له ۳۰۰ زرو ډېر وګړي وژل شوي او میلیونونه نور بیځایه او کډوال شوي دي. نړیوال بنسټونه او سازمانونه هم نه دي توانېدلي چې دا جګړې ودروي او له جګړه ځپلو سره مرسته وکړي.