"خپلې مېرمنې" د نيو زیلنډ لومړی وزیر استعفا ته اړ کړ

د عکس سرچینه، Reuters
د نيو زيلنډ لومړي وزیر جان کي ناڅاپه استعفا ور کړې او وايي، چې راتلونکې اونۍ به له واک ګوښه شي.
نوموړی له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نيو زيلنډ لومړی وزیر دی او له دندې د ګوښه کېدلو اصلي لامل هم کورني دلایل بولي.
هغه ویلي، چې دا یې په ژوند کې تر ټولو سخته پرېکړه وه.
د دغه هېواد ملي ګوند له خوا تر ټاکنو پورې به مرستیال لومړی وزیر بېل انګلیش حکومتي چارې پرمخ بیايي.
د هرالډ نیوزېلنډ د رپوټ له مخې جان کي په خپل هېواد کې خورا ډېر مینه وال لري، خو د خپلې مېرمنې په غوښتنه یې له دندې استعفا ور کړې ده.
ښاغلي کي په اونیزه خبري غونډه کې وویل: "دا کار(لومړی وزارت) د خپلوانو ډېرې قربانۍ او سرښندنې ته اړتیا لري. زما د کورنۍ غړو په دې کلونو کې له ما سره ډېره همکاري کړې ده... خو دا ویل غواړم چې نور مې څه له وس پوره نه دي".
جان کي د نړیوال اقتصادي کړکېچ په مهال د خپلو هڅو له امله ستایل کېږي.
هغه له واشنګټن سره هم د ښو اړیکو د جوړولو ډېرې هڅې کړې دي.
نوموړی په ۲۰۰۸ کال لومړی ځل واکمن شو او د مخه یې هم ویلي و چې د راتلونکي میلادي کال په ټاکنو کې به دې څوکۍ ته بیا نوماند نه شي.

د عکس سرچینه، Reuters








