
د دغه هیواد ځنې لوبغاړي په آی پي ایل سیالیو کې هم لوبیدلي دي چې غوره لوبې یې ترسره کړې دي او تمه کیږي چې دا ځل به هم غوره لوبې وړاندې کړي
د نیوزیلنډ لوبډلې په هکله نه شم ویلای چې تر کومه بریده به پر مخ ولاړه شي، خو په شل اوریزو سیالیو کې د سیالۍ په هکله وړاندوینه ګرانه خبره ده.
سربېره پردې، ریکارډ ته په کتلو سره ګمان کیږي چې د نیوزیلنډ لوبډله د سریلانکا په میدانونو کې غوره لوبې تر سره نه کړای شي.
په یوه مشکل ګروپ کې قرار لري چې دوه اولنۍ لوبې یې د پاکستان او بنګلادیش پر وړاندې دي او د سپین بالرانو پر وړاندې به ورته تاب راوړل ګران پریوزي.
که څه هم دا ځل یې په لوبډله کې برینډن میکالم، روز ټیلر او ورسره نورو ملګرو ته ورته تکړه لوبغاړو ته یې ځای ورکړی دی خو بیا هم نندارې ته د غوره لوبې وړاندې کول شرط دي.
۴۷ سیالۍ یې تر سره کړې دي چې ۲۴ یې ګټلي دي خو د اسیایي لوبډلو پر وړاندې ښه ریکارډ نه لري ځکه چې د سپین بالرانو پر وړاندې تاب راوړل ورته ګران تمامیږي. سره له دې.
د دغه هیواد ځنې لوبغاړي په آی پي ایل سیالیو کې هم لوبیدلي دي چې غوره لوبې یې ترسره کړې دي او تمه کیږي چې دا ځل به هم غوره لوبې وړاندې کړي













