
د ۲۰۱۰ کال را پدېخوا زمبابوې ۱۴ شل اووریزې سیالۍ کړې دي چې یوه یې ګټلې ده او ۱۳ یې بایللې دي.
د کریکټ د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو په لست کې نوموړی هیواد د پخوا په نسبت کمزوری دی د زمبابوې په کريکټ بورډ کې د ځینو ستونزو له امله ددوی د لوبډلې اکثره لوبغاړو له لوبې کولو استعفا ورکړه چې اوس د دوی نوې لوبډله ټوله د ځوانو لوبغاړو څخه جوړه ده چې د پخوانیو لوبغاړو په پرتله د تجربې کموالی په کې لیدل کېږي.
خو بیاهم ښه لوبغاړي پکې شته چې د تیر کال راېدیخوا ډیر ښه ځلیدلي دي نو په دې نړیوال جام کې هم کولای شي د خپلو سیالو لوبډلو سره ښه لوبه ترسره کړي.
زمبابوی په C ګروپ کې له سرېلانکا او جنوبي افریقا سره لوبې لري چې دغه دواړه لوبډلې د نړې له ښه لوبډلو شمېرل کېږي او دغه دواړه لوبې د زمبابوې لپاره ډیرې سختې لوبې دي.
د ۲۰۰۸ کال په نړیوال شل اووریز جام کې زمبابوی د هغه وخت د ۵۰ اووریزو سیالیو اتل اسټرالیا ته ماته ورکړې وه او دنیا یې حیرانه کړې وه.
د را روان نړیوال شل اووریز جام لپاره د زمبابوې په لوبډله کې ښه ښه لوبغاړي شته لکه د دوی لوبډلمشر برنډن ټیلر چې په شل اوورزیزو سیالیو کې څلور پنځوسیزې لري، مزاکټزا چې د زمبابوی له لوري په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې ترټولو غوره ځلیدونکی توپوهونکی دی چې تر اوسه پورې یې پنځه پنځوسیزې جوړې کړې دي، چیګومبورا چې په شل اووریزو سیالیو کې درې پنځوسیزې لري او داسې نور چې د نړیوال جام لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د ۲۰۱۰ کال را پدېخوا زمبابوې ۱۴ شل اووریزې سیالۍ کړې دي چې یوه یې ګټلې ده او ۱۳ یې بایللې دي.













