
په لوبډله کې یې ښو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
د نړیوال شل اووریز جام لپاره په تر ټولو ښه او په مناسب وخت کې سري لانکا پخپل هېواد کې د SPL په نامه سیالۍ چمتو کړې، چې د لوبغاړو د غوراوي لپاره تمرینات او سیالۍ په کې وشي.
په لوبډله کې یې ښو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
په لومړي نړیوال جام سیالیو کې دغه لوبدله پایلوبې ته رسېدلې وه خو دا ځل نورو لوبډلو ته په کتلو سره سري لانکا هغه لوبډله نه ښکاري چې په سیالیو کې به د مخکې تلو تمه ترې وشي که څه هم داسې لوبغاړي لري چې د ښې لوبې تمه ترې کیږي.
سنګا کارا، جي وردنې، متیوز او داسې نور لوبغاړي ورسره شته چې مخالفې لوبډلې ته ستونزې جوړولای شي.
د دوی لومړۍ لوبه د زمبابوې له لوبډلې سره ده چې نسبتاًً اسانه لوبډله ده، خو د جنوبي افریقا په خلاف ورته زحمت ایستل پکار دي.
یوازېنی ښه زیری دادی چې پخپل هېواد کې به لوبه کوي چې له میدانونو سره یې دوی بلدتیا لري، خو بیا هم په سیالۍ کې باید ډېره خواري وکړي ځکه چې هره لوبډله له پوره پلان سره په نړیوال جام کې برخه اخلي.













