
نبي د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ویسټ انډیز کې د ۲۰ اووریزو سیالیو په ترڅ کې د هغه هېواد د ټرېنېډاډ ټاپو د ټرېنېډاډ لوبډلې د پچې په گټلو خپله منډو ته ملا وتړله او په ټاکل شویو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري دولت ځدران او محمد نبي دوه دوه او کریم صادق یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان ملي لوبډلې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري محمد نبي ۵۷ او ګلبدین نایب ۳۳ منډې جوړې کړې.
نبي د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دا سيالۍ د ويسټ انډيز د يوه ټاپو ټرېنېډاډ اينډ ټوبېگو د خپلواکۍ ترلاسه کولو د لمانځلو په وياړ پيل شوي دي.
په دې ۲۰ اووريزو سياليو کې د افغانستان، بنګله دېش او د ويسټ انډيز د ټرېنېډاډ او باربادوس ټاپوگان برخه لري.
د دغو سياليو د پايلوبې گټونکى به شاوخوا ٥٠ زره امريکايي ډالر د انعام په توگه اخلي خو افغان لوبډله تر انعام دې ته خوښه ده چې د ۲۰ اووريزو نړيوالو اتلوليو لپاره به ورته د چمتو والي ښه موقع برابره شي.
د افغانستان ملي لوبډله به نن د سپتمبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره لوبه کوي.
افغانستان تېر کال هم د ویسټ انډيز له ځينو لوبډلو سره په کاناډا کې سيالۍ کړې وې.
ويسټ انډيز ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دا دوېيم سفر دى.
له دې مخکې د ٢٠١٠کال په ۲۰ اووريز نړيوالو اتلوليو کې د ګډون لپاره ورغلي وو.












