
هاشم امله په دويم اننګز کې ۱۲۱ منډې وکړې، خو د لوبې غوره لوبغاړی فلېنډر ونومول شو.
د جنوبي افريقا کرېکټ لوبډلې په لارډز مېدان کې انګلستان ته په دريمه پنځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبه کې په ۵۱ منډو ماتې ورکولو سره په ټېسټ لوبو کې لومړي مقام ته ورسېد.
د لارډز د لوبې له ګټلو وروسته د کرېکټ د نړېوالې شورا په نوملړ کې جنوبي افريقا د ۱۲۰ پواينټونو يا نومرو په ګټلو سره لومړی مقام تر لاسه کړ.
له دغې ماتې وروسته د انګلستان لوبډله د ۱۱۷ پواينټونو په لرلو دويم ځای لري او اسټراليا د ۱۱۶ نومرو په اخيستو درييم ځای خپل کړی دی.
د ۳۴۶ منډو هدف د ترلاسه کولو لپاره د انګلستان ټول لوبغاړي د ۲۹۴ منډو په ترسره کولو وسوځېدل.
د انګلستان له لوري مېټ پرايير په دويم اننګز يا نوبت کې ۷۷ او ټراټ ۶۳ کې منډې وکړې.
د جنوبي افريقا بالر فلېنډر پنځه انګليسي لوبغاړي وسوځول او ډېل سټېن، کلېلس او عمران طاهر يو، يو مخالف لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې غوره لوبغاړی فلېنډر ونومول شو.
تر دې وړاندې په دويم اننګز کې د جنوبي افريقا ټول ټيم د ۳۵۱ منډو په کولو وسوځېد.
د لومړي اننګز په څېر په دويم اننګز کې هم د جنوبي افريقا د پيل لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه او يو وخت د پنځوس منډو په لرلو سره د جنوبي افريقا دوه لوبغاړي سوي وو.
د جنوبي افريقا وتلي توپ وهونکي يا بېټسمېن هاشم آمله په دويم اننګز کې په يوازې سر ۱۲۱ منډې وکړې.












