
هند د ۱۳۶ منډو هدف په ۴۸ اور کې په خپل وروستي لوبغاړي پوره کړ
د کریکټ د ١٩ کلنو په نړيوالو اتلوليو کې د هند لوبډلې پاکستان ته په ماتې سره نیمه پای لوبې ته ځان ورساوۀ.
د ١٩ کلنو کريکټ نړيوالې اتلولۍ په استراليا کې روانې دي او په يوې منځلوبې کې پاکستان خپل تر ټولو لوى سيال هند سره مخامخ و.
لوبه کې پاکستان پچه وګټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.
د پاکستان د ١٩ کلنو د لوبډلې کپتان بابر اعظم یوازینی لوبغاړى و چې د تر پنځوسو ډیرې منډې یې جوړې کړې. احسان عادل ۳۵ منډې درلودې.
د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۵ اورونو کې وسوځېدل او هند ته یې يوازې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکۀ.
د هند بالرانو سندیپ شرما او راويکانت سنګ درې درې لوبغاړي وسوځول.
هند خپله لوبه ډیره ښه پیل کړه خو وروسته ورته ۱۳۶ هدف پوره کول ګران شول. هند دغه هدف په ۴۸ اور کې په خپل وروستي لوبغاړي پوره کړ.
"افغانستان هم په دغو اتلوليو کې برخه لري خو منځلوبو ته نه و رسيدلى."
د پاکستان بالرانو ضياالحق او عزیزالله هم درې درې کسان وسوځول.
تر دې لوبې وروسته پاکستان د دې اتلولۍ د گټلو هيله نه لري.
په بله منځلوبه کې نیوزیلنډ ويسټ انډيز ته په ماتې سره نیمه پای لوبې ته ورسید او اوس به هند نیوزیلنډ سره نيمه پايلوبه کوي.
بله نیمه پایلوبه به د جنوبي افریقا او کوربه هېواد اسټرالیا تر منځ وي.
افغانستان هم په دغو اتلوليو کې برخه لري خو منځلوبو ته نه و رسيدلى.
افغان لوبغاړي د نهم او لسم دريځ د ترلاسه کولو لپاره اوس نيمه پايلوبو ته رسيدلي او هلته به د سه شنبه په ورځ له سکاتلند سره بخت ازمويي.
افغانستان له پاکستان او نيوزيلنډ څخه لوبې بايللې وې خو سکاتلند ته يې په گروپ لوبو کې ماتې ورکړې وه.
د نهم او لسم دريځ لپاره په منځلوبه کې افغانستان پاپو نيوگيني ته ماتې ورکړه.












