دا فغانستان کریکټ ملي لوبډلې په وېسټ انډيز کې د شل اوريز سياليو په لړ کې خپله دویمه لوبه د بنګلدېش پر وړاندې وبايلله.
د لوبې ټاس د بنګلدېش لوبډلې وګاټه او افغانستان ته يې د بېټېنګ يا منډو جوړولو بلنه ورکړه.
د باران اورښت له امله شل اوريزه لوبه په پنځلس اوره بدله شوه، چې افغان کریکټ ملي لوبډلې په ټاکل شويو ۱۵ اورونو کې د پنځو لوبغاړيو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه.
په لوبه کې د افغانستان له لوري محمد نبي عيسی خېل او ګلبدين نايب ښه بېټېنګ وکړ او دواړه تر پايه ناسوځېدلي پاتې شول.
بنګلدېش لوبډلې بيا د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ.
ټاکل شوې افغانستان په خپله درېيمه او اوروستۍ لوبه کې سبا د باربېډس لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ووځي.












