
د ویکټ شاته توپ نیونه کې د ایرلینډ له لوري این جې اوبراین ټولو نه ښه ځلیدلی دی چې ۱۸ لوبغاړي یی سوځولي دي چې په دې کې ۱۰ کیچونه او ۸ سټمپس دي. ایرلینډ په نړیوال کريکټ کې د دویمې درجې غړیتوب لري او په ډېره چټکتیا سره مخ په پورته روان دی.
ایرلینډ له برتانیوي هېوادونو څخه یو هیواد دی او کریکټ په کې ډیر زیات لوبول کېږي او ډېر نندارچیان لري.
ایرلینډ په نړیوال کريکټ کې د دویمې درجې غړیتوب لري او په ډېره چټکتیا سره مخ په پورته روان دی.
د راروان شل اووریز جام لپاره د غوراوي په سیالیو کې یی ډیره ښه لوبه ترسره کړه چې ددغه غوراوي د سیالیو څخه ایرلینډ او افغانستان د ۲۰۱۲ کال د شل اووریز نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده ایرلینډ په را روان شل اووریز جام کې د ټورنمنټ له غوره لوبډلو اسټرلیا او ویسټ اندیز سره لوبې لري.
د ایرلینډ په لوبډله کې ښه پیاوړي لوبغاړي شته چې په تېرو دوو کلنو کې یې په ۱۹ مختلفو شل اووریزو سیالیو کې ۱۱ ګټلي او ۸ لوبې یی بایللې دي او د ګټې اوسط یې ډیر ښه دی نو کولای شي چې د اسټریلیا او ویسټ انډیز لپاره هم د سر درد ثابت شي.
د ایرلینډ په لوبډله کې ښه توپ وهونکی پي آر سټرلینګ چې ۲۸ شل اووریزې سیالی یی لوبولي دي او ۳۸۹ منډې یی جوړې کړې دي او درې پنځوسیزې لري، بل توپ وهونکی یی پورټرفیلډ دی چې په شل اووریزو سیالیو کې ۴۷۵ مندې جوړې کړې دي.
او دوه ورونه این جې اوبراین او کې جې اوبراین دي چې دا دواړه هم ډیر ښه ځلیدلي دي، او تیز توپ اچونکي هریو جونسټن چې تراوسه پورې یې په ۲۶ لوبو کې ۲۹ لوبغاړي سوځولي دي او بل توپ اچونکی یی ډاکریل دی چې په ۱۷ شل اووریزو لوبو کې یې ۲۶ لوبغاړي سوځويی دي.
د ایرلینډ له لوري ټولو نه زیات ۱۱ کیچونه جې ایف موني او ۱۱ کیچونه پورټرفیلډ اخیستي دي. د ایرلینډ په لوبډله کې ترټولو ښه اوسط لرونکی توپ وهونکی اي شي جوایسي دی چې په ۹ لوبو کې ۴۵.۶۰ اوسط لري.
د ویکټ شاته توپ نیونه کې د ایرلینډ له لوري این جې اوبراین ټولو نه ښه ځلیدلی دی چې ۱۸ لوبغاړي یی سوځولي دي چې په دې کې ۱۰ کیچونه او ۸ سټمپس دي.













