جاپان کې د کنګل شوو کبانو پر سر، د سکېت لوبې ډګر وتړل شو

د عکس سرچینه، Twitter/Niconews
جاپان کې د یوه تفریحي پارک د سکېت لوبې ډګر په دې وتړل شو، چې کبان یې اوبو کې دننه د ښکلا په پار کنګل کړي ول او شکایتونه راپورته شول چې دا څارویو ته "سپکاوی " دی.
د دې میاشتې پیل کې د جاپان جنوبي ښار کېتکیوشي کې د "سپېس ورلد " لوبو ښارګوټي د سمندري فضا څانګه پرانستله.
وروسته له دې چې د لیدونکو پام شو، چې د سکېت پر مهال باید پر نژدې ۵۰۰۰ کنګل شوو سمندري حیواناتو لوبه ترسره کړي، نو غوصه يې وپارېده چې د پارک چارواکي اړ شول بخښنه وغواړي. د بخښنې ترڅنګ یې وویل چې دغه کبان له کنګل کېدو وړاندې مړه ول.

د عکس سرچینه، Twitter/Livedoornews
ټولنیزو شبکو کې ډېرو کسانو دغه کار "سپکاوی " او "د حیواناتو د حقونو تر پښو لاندې کول " وبلل.
د سپېس ورلد د پارک مشر توشیمي تاکدا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي د لوبو ښارګوټی به د کبانو په یاد مراسم جوړ کړي. ل








