ګردېز کې یوازینی تفریحي پارک، خو ښځې پکې نشته
د پکتيا ولايت مرکز گردېز کې يوازيني پارک د خلکو پام ځان ته اړولى خو ښځې په کې نه تر سترگو کېږي.
ځايي خلکو د بي بي سي پښتو تلويزيون ته ويلي چې دا ډول پارکونه د ښار په بوخت ژوند کې يوازينى ارام ځاى دى.
احسان الله مهجور دې پارک ته ورغلى و.