تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رینس پریبس د ټرمپ د دفتر مشر شو
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند د ملي کمېټې مشر رینس پریبس د خپل دفتر د مشر په توګه ټاکلی. امریکا کې د ولسمشر د دفتر څوکۍ سپینه ماڼۍ کې له جګپوړو مقامونو ګڼل کېږي.
۴۴ کلن رینس پریبس د ولسي جرګې له مشر پل رایان سره ښه او نژدې اړیکي لري. ښاغلي رایان له ټرمپ سره په ټاکنیزو شعارونو کې د ګڼو مسلو پرسر اختلاف درلود، خو د جمهوریپال ګوند د مشر په توګه یې د ګوند د نوماندۍ ملاتړ کاوه.
پر همدې مهال، د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱۳/ لړم ۲۳) یې استیون بَنِن د خپل اصلي سلاکار په توګه وټاکه.
دواړو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دیموکراټې نوماند هیلیري کلنټن پروړاندې د ټرمپ په بریالیتوب کې رغنده رول لوبولی دی.
ښاغلی بنن څو میاشتې وړاندې د برایبارټ محافظه کارې رسنۍ له اجرائیوي مشرتوبه لاس په سر شو او د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مشر شو.
ښاغلي ټرمپ به د راتلونکې جنورۍ پر شلمه سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي او د اوسني ولسمشر بارک اوباما ځای ناستی به شي.
نوموړی په تېرو څو ورځو کې د خپلې کابینې ټاکلو پر چارو بوخت دی.
نوموړي له سي بي اېس تلوېزیوني شبکې سره پخپله لومړنۍ ۶۰ دقیقه ییزه مرکه کې یوځل بیا له امریکا نه د ناقانونه کډوالو د شړلو په تړاو د خپل دریځ ملاتړ وکړ.
ده ټینګار وکړ چې د اته میلیونو ناقانونه کډوالو برخلیک به هغه مهال په ډاګه شي، چې د امریکا او مکسیکو پوله وتړله شي.
ښاغلي ټرمپ د لانجمنو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ویلي وو، چې امریکا به له مکسیکو سره پر پوله دېوال جوړ کړي.
ښاغلی پریبس قانون لوستی او د ویسکانسن ایالت اوسېدونکی دی.
نوموړی له ۲۰۱۱ کال راهیسې د جمهوریپال ګوند ویاند او ددغه ګوند د مالي مرستو راغونډونې د برخې مشر پاتې شوی.
استیون بنن چې اوس د ډونلډ ترمپ مهم سلاکار دی، د ټاکنیز کمپاین پرمهال د یوې بریالۍ اقتصادي څېرې په توګه د ټرمپ په معرفي کولو کې ډېر رول ولوباوه.
د برایبارټ خبري شبکه، چې ښاغلی بنن یې اجرائیوي مشر و، په امریکا کې تر ټولو ډېره محافظه کاره رسنۍ ده.
سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ په رسېدو سره به، اوس د سپینې ماڼۍ، مشرانو او ولسي جرګې ډېر واک د جمهوریپالو په لاس کې وي.